Thursday, October 23, 2014

د نورستان بزګر د کوکنارو په بدیل کې رغنیزې پروژې غواړي --- د نورستان ولایت بزګر، په مرکزي اداره نیوکه کوي چې د کوکنارو د نه کر په مقابل کې یې دوی ته اړینې پروژې ندي پلي کړي.چارواکي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې د نورستان بزګرو کوکنار ندي کرلي او او سږ کال دیو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ورته هغه پروژې پلي کوي، چې ګټه یې په مستقیمه توگه کروندګرو ته رسیږي. نورستان چې د کر کیلې لپاره ډېره ځمکه نه لري، د کوکنارو کښت هم پکې د یخنۍ له امله ښه فصل نه کوي. د دغه ولایت بزګر دنشه يي توکو سره دمبارزې او کرنې پر وزارتونو نیوکه کوي، چې لا یې هم په دغه ولایت کې کومه ټولګټه پروژه نده پلي کړې. -- صاحب داد، چې نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي: "زمونږ په ولایت کې کوکنار نه کرل کیږي، ځکه دیني عالمانو کمپاین کړی او څوک یې نه کري، خو حکومت مونږ ته یوه پروژه هم نده پلې کړې." دوی وايي که څه هم دغلته په ډېره کمه ځمکه کې دکوکنارو کښت هم کیږي، خو دوی ته دکرنیزو پروژو نه پلي کېدل به دوی اړ باسي چې دغه کښت ته بیا مخه کړي. خو په نورستان کې دنشه یي توکو سره دمبارزې ریاست وايي، دوزارت له خوا ددغه ولایت بزګرو ته هغه یو میلیون امریکايي ډالر منظور شوي، چې دکوکنارو دنه کر په بدل کې ورکول کیږي. -- ددغه ادارې مشر هارون واحد، امریکا غږ ته وویل، ددغه پیسو دلګونې لپاره یې دولسوالیو له بزګرو څخه د هغه پروژو لیست غوښتی چې کروندګر ورته اړتیا لري. نوموړی په سږنیو پلي کېدونکو پروژو کې دوایګل ولسوالۍ پر سیند دهغه پله جوړېدل هم اړین ګڼي، چې شاو خوا شپږ سوه کورنۍ د اوبو د ډېرښت پر وخت له ستونزو سره مخامخ وي. -- د نورستان والي حافظ عبد القیوم بیا وايي، دوی ته په منظور شويو یو میلیون ډالرو به په هره ولسوالۍ کې پنځه هغه پروژې پلي شي، چې بزګرو ته یې په مستقیمه توګه ګټه رسیږي. نوموړی وايي په دغه ولایت کې دکوکنارو کر صفر شوی او که هر بزګر یې دکرلو هڅه وکړي د قانون پنجو ته به یې وسپاري. -- کارپوهان وایي دنورستاني بزګرو لپاره دکوکنارو دنه کرلو په بدل کې دیو میلیون ډالرو پروژې په داسې حال کې پلي کیږي، چې لاهم دغه لرې پروت ولایت ته دچارواکو له لورې کمه پاملرنه شوې ده. -- دامریکا غږ

0 Comments:

Post a Comment

<< Home