Friday, October 17, 2014

لومړۍ مېرمن له ښځو سره د مرستو په لټه کې --- د افغانستان لومړۍ مېرمن په ساده افغاني کالیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته تر خوځېدو وروسته له بي بي سي سره په مرکه کې راڅرګنده شوه، ظاهراً ارامه او پر خوله موسکا لري. -- رولا غني څلوېښت کاله مخکې له اشرف غني احمدزي سره واده کړی. مېړه او نږدې ملګري یې "بي بي ګل" بولي، چې اوس یې عمر شپېتو کلونو ته رسېدلی. -- رولا غني وايي، خوشحاله ده، چې مېړه یې د ولسمشرۍ د څوکۍ په مقام کې ویني، ځکه چې د دغې ورځې لپاره یې اوږد انتظار ایستلی دی. -- دا وايي: "ښاغلي احمدزي د دې لپاره چې د دغه هېواد مشر شي، ډېرې لوړې او ژورې طی کړې دي، او په هېواد کې د سوکالۍ او ازادۍ راتلو لپاره ډېر پروګرامونه لري". --- د افغانستان لومړۍ مېرمن وايي "ښاغلي کرزي هڅه وکړه چې سوله راولي" او اوس یې مېړه ته د اصلاحاتو راوستلو لپاره زمینه برابره شوې ده. -- رولا غني به د ارګ په ماڼۍ کې تر ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې لږ تر لږه پنځه کاله پاتې کېږي، چې وايي، اصلي کار به یې پر ټولنیزو فعالیتونو او د بې وزله خلکو پر لاسنیوي ورټول وي. -- رولا غني په ارګ کې له ځینو سلاکارانو سره په همغږۍ کې خپلو مخکنیو فعالیتونو ته دوام ورکوي، چې وايي، تر درو میاشتو پورې نه غواړي کوم ځانګړی کار وکړي، بلکې یوازې له خلکو به اوري. -- اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې وویل، مېرمن یې بي بي ګل نومېږي، چې دې یې منندوی دی. رولا غني هم د لوړې مراسمو کې موجوده وه. -- دا وايي، کله چې ښاغلي غني په ښکاره د هغې نوم واخیست، "ډېره خوشحاله شوه". د هغې په نظر ښاغلي غني په دې کار سره ټولو ته وښوده، چې د خپلې مېرمنې درناوی کوي، چې دا کار ښځو ته د هغه د درناوي لرلو په مانا دی. -- له آغلې غني مو وپوښتل چې ولې یې مېړه بي بي ګل ورته وايي؟ موسکۍ شوه او ویې ویل، افغانستان ته تر ستنېدا درې کاله وروسته یې مېړه ورته وویل چې نور به یې لقب (بي بي ګل) وي. -- رولا غني څه موده خپلې خواښې ته (ضیا ګل) نوم اخیست، خو وروسته یې پام شو چې د ښاغلي احمدزي مور (کوکبه) نومېږي. --- اشرف غني احمدزی او رولا غني د بېروت امریکايي پوهنتون کې له یو بل سره تر پېژندلو وروسته واده وکړ. -- د رولا کورنۍ غوره بلله چې لور یې له یوه خپلوان یا د ګاونډیانو له یوه زلمي سره واده وکړي ځکه نه یې غوښتل چې لور یې لیرې ترې واده شي. -- خو کله چې د آغلې رولا مور او پلار له احمدزي سره وپېژندل او بیا یې افغانستان ته سفر وکړ، له ښاغلي احمدزي سره د خپلې لور پر واده راضي شول. -- رولا پلار له خپلې لور سره افغانستان ته سفر وکړ او ښاغلي احمدزي او رولا تر کوژدې درې میاشتې وروسته واده وکړ. -- رولا غني او اشرف غني د مریم په نوم یوه لور او د طارق په نامه یو زوی لري، چې په امریکا کې زېږېدلي او لوی شوي او همالته پر خپلو کارونو او زده کړو بوخت دي. --- آغلې رولا غني وايي له یوه هېواده بل هېواد ته سفر کول چې بېلا بېل کلتورونه او دودیز توپیرونه لري، د دې لپاره چندان د ستونزې موضوع ګانې نه وې، ځکه چې هغې څلور کاله فرانسه کې درس ویلی او ډېر کلونه په امریکا کې پاتې شوې ده، همدا لامل دی چې آغلې رولا غني د اشرف غني احمدزي د کورنۍ د غړو ترمنځ د ارامۍ احساس کوي. -- که څه هم بي بي ګل خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پر ستونزو خبره ده، خو وايي خبرې او نظر یې پوره ازاد دي، او غواړي کله چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ وځي، داسې یو میراث پرېږدي، چې د افغانستان مېرمنې لکه د نورې نړۍ، هرځای کې له درناوي برخمنې او ازادې وي. --- ددې راپور په چمتو کولو کې ثنا ساپۍ، کرین توربي او کاوون خموش برخه اخیستې، چې پښتو ته هدایت الله همیم ژباړلی دی. - More, http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/10/141015_hh-afghanistan-first-lady-rula-ghani

0 Comments:

Post a Comment

<< Home