Sunday, October 26, 2014

ولسمشر غني دسعودي عربستان له چارواکو سره ګوري --- ولسمشر اشرف غني احمدزی پرون له یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سره سعودي عربستان ته ورسیده. نوموړې ته دمدینې منورې دامیر شهزاده فیصل بن سلمان بن عبدالعزیز او په سعودي عربستان کې دافغانستان دسفیر سید احمد عمرخیل له خوا هرکلی وویل شو. دولسمشر احمدزي مطبوعاتي دفتر تیره شپه ناوخته په یوې خپرې کړې خبر پاڼې کې وویل چې ولسمشر او ورسره ملګري پلاوي یې دشنبې په ورځ په بیت الله شریف کې دعمرې حج مراسم پرځای کړل. -- خپر پاڼه وايي، اشرف غني احمدزی به نن دسعودي عربستان دشاهي هېواد له چارواکو سره وګوري او ددوه اړخیزو مناسباتو او د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسالو په باب به ورسره خبرې وکړي. له سعودي چارواکو سره دولسمشر احمدزي دخبرو اترو دموضوعاتو په اړه دولسمشر دویاند مرستیال فایق واحدي آزادي راډیو ته وویل: ”ددې لیدنې هدف دافغانستان او سعودي عربستان ترمنځ داړیکو پراختیا، ددوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پر هغو ستونزو خبرې دي چې له بده مرغه اسلامي نړۍ ورسره مخ ده. پر دې سربیره به پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوي.“ -- څارونکي وايي، ولسمشر احمدزی به دافغانستان دسولې په بهیر کې هم دسعودي عربستان دهمکارۍ غوښتنه وکړي. دسولې دعالي شورا یو غړي قاضي محمد امین وقاد له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که چیرې دسعودي عربستان حکومت وغواړي، کولای شي، دافغانستان دسولې په بهیر کې مثبت رول ولوبوي. دا دولسمشر په توګه دکار له پیل وروسته بهر ته دولسمشر اشرف غني احمدزي لومړنی سفر دی. -- ټاکل شوې چې په دویم بهرني سفر کې به ولسمشر اشرف غني داکټوبر دمیاشتې په اته ویشتمه نیټه چین ته سفر وکړي. په چین کې به اشرف غني احمدزی له خپل چینايي سیال "شي جین بینګ"، دچین له صدراعظم او ددې هیواد دپارلمان له رئیس سره وګوري. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home