Tuesday, October 21, 2014

جنرال دوستم، قانوني، مخدوم رهین، احمد مشاهد او ضرار احمد ... دشېرپور قسطونه نه دي ورکړي --- دحکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې په شیرپور کې دخپلو کورونو لپاره ځمکې رانیولي دي تراوسه ښاروالۍ ته دخپلو نومرو قسطونه نه دي تحویل کړي. دولسمشر دلومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، دشمال ټلوالې مهم غړی یونس قانوني، اطلاعاتو کلتور سرپرست وزیر مخدوم رهین، دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ضرار احمد عثماني، دسوداګرۍ سرپرست وزیر محمد شاکر کارګر، دولسي جرګې غړی حاجي الماس، پخوانی جهادي جنګسالار حضرت علي او یو شمېر نورو دولتي چارواکو دڅو کلونو په تیریدو حکومت ته دخپلو ځمکو قسطونه نه دي ورکړي. -- دشیرپور ځمکې 289 نومرې لري او دیارلس کاله پخوا دکابینې ټولو وزیرانو، جهادي قومندانانو او دولسي جرګې ځینو غړو ته ویشل شوې دي له دې جملې نږدې 190 تنو دخپلو ځمکو پیسې نه دي تحویل کړي. په دې کسانو کې داطلاعاتو وکلتور مرستیال وزیر غلام نبي فراهي، داصلاحات اداري مشر ډاکتر احمد مشاهد، دهرات پخوانی امنیه قومندان سمیع الله قطره، قومندان حضرت علي او دکورنیو چارو دښوونې روزنې پخوانی مشر ګل نبي احمدزی شامل دي. -- په کابل ښاروالۍ کې دملکیتونو رئیس فریدون رشیدي وايي: دشیرپور دځمکو قرض نږدې پنځه میلیون ډالرو ته رسیږي. ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ کابل ښاروال ته سپارښتنه وکړه، چې دشیرپور دځمکو پاتې قسطونه تر لاسه کړي اوس وګورو، چې خپله ولسمشر غني او ښاروالۍ دا زور لري،چې دا دولتي چارواکي دیته رامات کړي، چې قسطونه ورکړي. -- روهی ویب

0 Comments:

Post a Comment

<< Home