Sunday, September 07, 2014

اقتصادي ستونزو دننګرهار ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي --- دټولنیزو چارو یو شمېر کارپوهان په ننګرهار ولایت کې دماشومانو ترمنځ ددرنو کارونو په اړه اندېښنې څرګندوي او وايي چې دغه کار دماشومانو پر راتلونکي بدې اغېزې لرلی شي. دننګرهار ولایت چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې یو شمېر ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي خو هڅه کوي چې بې وزله کورنیو ته دکار زمینه برابره کړي. -- دننګرهار ولایت سلګونه ماشومان دبې وزلۍ له امله پر درنو کارونو بوخت دي، هغه درانه کارونه چې له وسې یې پورته دي. ناوړه اقتصادي شرایطو دغه ماشومان له ښوونې او روزنې محروم کړي دي. دیاسر په نوم یو تن چې لاسي کراچۍ چلوي، طلوع نیوز ته وویل: «له سهاره تر شپې کار کوم او له سلو تر یو نیم افغانیو ګټم.» ګل زمان بل هغه ماشوم دی چې دجلال آباد - تورخم په لویه لاره کې کار کوي، ښوونځي ته دنه تلو لامل بې وزلي بولي او وايي: «دوه میاشتې کېږي چې ښوونځی مې پرې ایښی او دیوې مړۍ ډوډۍ دپیدا کولو لپاره دلته کراچۍ چلوم.» -- دجلال آباد پر ښار سربېره، ددغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې هم لسګونه ماشومان دخښتو په بټیو کې پر درنو کارانو بوخت دي. په ننګرهار کې دټولنیزو چارو کارپوه اکبر شېر وايي: « هغه ماشومان چې په دې عمر شاقه کارونه ترسره کوي، داسې فکر کوي چې په دې وطن کې هېڅ ملاتړی نه لري او دا کار بالاخره ماشوم ته درواني ناروغیو دپیدا کېدو سبب کېږي.» -- دننګرهار دوالي ویاند احمد ضیا عبدالزی دا خبره مني او وايي چې ددې ستونزې دحل لپاره منظمو پروګرامونو ته اړتیا ده. دی وايي هغه امکانات چې دوی لري، دولایت په کچه ترې استفاده کوي، خو دستونزې دبنسټیز حل په موخه له مرکز سره په اړیکه کې دي. ننګرهار دهېواد له ختیځو ولایتونو څخه هغه ولایت دی چې دنورو ولایتونو په پرتله دغلته ډېر ماشومان پر شاقه کارونو بوخت دي. دماشومانو دحقونو دکنوانسیون له مخې چې افغانستان یې هم غړی دی، پر ماشومانو ددرنو او شاقو کارونو کول منع شوي دي. - بینوا

0 Comments:

Post a Comment

<< Home