Sunday, September 07, 2014

ساینس ژورنال: افغانستان د نادرو طبیعی عناصرو له نظره د نړۍ بې ساری هیواد دی --- ساینس ژورنال دافغانستان دطبیعي زېرمو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې افغانان په یوه داسي ځای کې اوسي چې ورلاندې دمځکې دنادرو عناصرو په شمول راز راز طبیعي سرچینې پرتې دي. مجله وايي، په یوه لسیزه کې دافغانستان دجیالوجیکي سروې له مخې دا هیواد له جیالوجیکي پلوه دنړۍ طلايي هیواد دی، دا هیواد ۶۰ ملیون ټنه مس، دوه ملیارده او دوه سوه ملیون ټنه وسپنه، څوارلس سوه ملیون ټنه دمځکې نادر عناصر او په ټنونو المونیم، سره زر، سپین زر، لیتیم، ټوټالینګ او نور لري چې ارزښت یې یو تریلیون ډالرو ته رسېږي. -- امریکا له هوا څخه دافغانستان دمعدني سرچینو سروې کړې ده. په دې مقناطیسي سروې کې دمځکې له سطحې څخه لاندې تر لس کیلومترو پوري ټول فلزي عناصر پلټل شوي او ورسره دافغانستان دګازو او تېلو اندازه لګول شوې ده. په سروې کې ویل شوي چې دا هیواد داسي عناصر لري چې په نړۍ کې نه موندل کېږي یا ډېر لږ موندل کېږي. ددغه هیواد دڅه باندې ۷۰ فیصده نقشه په دوو میاشتو کې اخیستل شوې ده. -- دامریکا دجیالوجیکي سروې دافغانستان دپروژې جیالوجیست او دپروګرام منېجر جک میدلین لایف ساینس خپرونې ته په مرکه کې وویل: «افغانستان داسي هیواد دی چې دطبیعي زېرمو له نظره ډېر، ډېر شتمن دی. موږ په دغه هیواد کې دنړۍ په کچه لږترلږه ۲۴ مهم معدني زېرمې وموندلې.» ددوی کار تفصیل دساینس مجلې داګست دپنخلسمې نېټې په ګڼه کې خپور شوی خو پرون /یکشنبه/ سپټمبر۷ / ګڼو رسنیو دهغه پر اساس راپورونه خپاره کړي دی. -- دامریکا دجیالوجیکي سروې دافغانستان دپروګرام ږغملوونکي (کواردینېتر) سید میرزاد وايي چې افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري مګر بنیادي تاسیسات لکه سړکونه، داورګاډي پټلۍ، اوبه او انرژي نه لري چې ددغو سرچینو داستخراج لپاره ضروري دي. په راپور کې ویل شوي چې یوازې نژدې یو نیم ملیون ټنه نادر عناصر، چې افغانستان یې لري، ددې هیواد په اقتصاد کې لوی بدلون راوستلی شي. -- حاضردمه دنړۍ په سلو کې۹۰ نادر یا ډېر لږ موندل کېدونکي عناصر په چین کې دي. چین په ۲۰۱۰ میلادي کال ددغه موادو پر صادراتو په دې پلمه بندیز ولګاوه چې نه غواړي چاپېریال ته زیان ورسېږي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home