Friday, September 05, 2014

بکتاش سياوش دپاکستان دراکټي بريدونو له امله ملګرو ملتونو ته شکايت وکړ --- دولسي جرګې غړي بکتاش سياوس دسلګونو ځوانانو لاسلیکونه يي را ټول کړي دي او ملګرو ملتونو ته دلیک په استولو يي له ياد سازمان څخه غوښتي دي څو دپاکستان دراکټي بريدونو مخه ونيسي. بلخوا ملګرو ملتونو هم دا کړنه ستايلې او وايي دافغانانو دا غوښتنه به دملګرو ملتونو له امنيت شورا سره شريکه کړي. دا وارې دقلم پر مټ مدني خوځښت، پر دې ليک سلګونو هیوادوالو لاسلیک کړی دی او په دې ليک کې ښونکو، زده کونکو او ورزش کارانو پر هیواد دپاکستان دراکټي بريدونو دمخنيوي غوښتنه کړې. -- دولسي جرګې غړي بکتاش سياوش دوه اونۍ په دې لاسلیک راټولونه تيره کړي دي او نن يي دملګرو ملتونو دامنيت شورا ته استولی دی. ملګرو ملتونو هم د خلکو دا کړنه ستايلې او ژمنه يي کړې چې دملګروملتونو دامنيت شورا ته به يي رسوي. په کابل کې دملګرو ملتونو داستازي مرستيال نیکولاس هایسم وويل: «موږ دافغان وګړو دا کار ستایو او ددوی غوښتنه به دملګرو ملتونو له امنيت شورا سره ياده کړو.» -- سیاوش وايي، دا چې په ارګ کې بهرنیو کړيو ته کارکونکو نفوذ کړی دی نو تر اوسه يي پر کونړ او کندهار دروانو راکټي بريدونو له امله شکايت نه دی کړی. دوه کاله کیږي چې پاکستان دافغانستان پر خاوره راکټي بريدونه کوي، دملګرو ملتونو داستازي دفتر وايي چې دوی به دافغانانو لیک امنیت شورا ته ورسوي، په داسې حال کې چې تر يوې مياشتې پورې به په نيويارک کې دملګرو ملتونو عمومي ناسته جوړه شي. - افغان ځواک

0 Comments:

Post a Comment

<< Home