Wednesday, September 03, 2014

احمد ضیا مسعود وايي نارنجي او زرغونه حرکتونه به غاښ ماتونکی ځواب وویني --- د بدلون او دوام د انتخاباتي ټیم یوه مشر احمد ضیا مسعود وویل چې د نارنجي او زرغونو حرکتونو وخت تېر شوی او څوک چې په هیواد کې د بحران راوستلو هڅه وکړي «غاښ ماتونکی» ځواب به وویني. -- ښاغلي مسعود وویل چې د اجرايي چوکۍ له خیره په دې خاطر تېر شو چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دا چوکۍ غوښته خو هغوی اوس په دې هم قانع نه دي، وايي چې کابینه دې د اجرايي چارو د رئیس تر لاس لاندې وي او نیمايي کابینه دې هم د دوی په خوښه وټاکل شي. -- احمدضیا مسعود، چې نن په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، همداراز وویل:«سره له دې چې زموږ رایې زیاتې دي او ډېر لوړ موقعیت لرو، د اجرايي چارو ریاست د ورکولو لپاره مو د دوی (همپالنې) وړاندیز د یوه لوی ملي مصلحت په خاطر ومانه. د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوازینۍ غوښتنه همدا وه چې د اجرايي چارو مشري ورکړو. حال دا چې اشرف غني احمدزي دا چوکۍ ما ته راکړې وه. سره له دې چې زه د دوی د وروڼو په جمله کې یم خو دوی زما چوکۍ په نښه کړه او ویې ویل چې دا چوکۍ دې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته ورکړای شي.» -- ده دا هم وویل چې د هیواد د ملي ګټو او او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د رضایت لپاره د دې چوکۍ له خیره تېر شو او د هیواد ثبات غواړي. -- احمد ضیا مسعود وویل، سره له دې چې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره د اجرايي چوکۍ موافقه شوې خو هغوی لا هم د تشویشونو له پیدا کولو او جنجالونو له زېږولو لاس نه اخلي -- احمد ضیا مسعود د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته د کابینې د مشرۍ له ورکولو سره مخالفت وکړ او دغه ټیم ته یې خبرداری ورکړ چې په ګواښونو هدف ته نه شي رسېدای. -- ده وویل د اصلاحاتو او همپالنې ټیم سیاسی نازدانګي کوي، کله یوه غوښتنه کوي، کله بله او کله خبرداري ورکوي. --- ده د بلخ د والي عطا نور د زرغون او نارنجي حرکت په اړه د خبرداري په ځواب کې وویل چې دا وختونه تېر شوي او که څوک داسي هڅه وکړي «غاښ ماتونکی» ځواب به ترلاسه کړي -- احمد ضیا مسعود وویل، واک ته د رسېدو یوازینۍ معقوله او منطقي لار انتخابات او د ټاکنو د پایلو منل دي - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home