Monday, September 01, 2014

محور ورځپاڼه: پر عبدالله د همپالنې کودتا --- له تحول او تداوم ټیم ترلاسه شوي معلومات ښیي، د همپالنې ډلې ډېری غوښتنې ځکه منل کېدې چې د ناټو په سرمشریزه کې د بریالي کاندید ګډون قطعي شي، خو که دا چانس له لاسه ووځي، د ګڼو غوښتنو د ردېدو امکان شته. -- معلومات په ډاګه کوي، عبدالله عبدالله له غني سره موافق دی، خو له بیرونه د دې ډلې یو شمېر کسان دیکتې کېږي، چې د اجرائیوي پوسټ په صلاحیتونو ټاکنیز جنجال وغځوي. -- یونس قانوني، عطاء محمد نور او محمد محقق، عبدالله ته ویلي؛ ستا تر ناکامۍ د پروسې ناکامي د همپالنې په خیر ده، عبدالله ته له غني سره مقابله دومره سخته نده، لکه په واک کې د شراکت پرمهال د خپلو پلویانو راضي کول. -- ملګري ملتونه او امریکايي ډيپلوماتان هڅه کوي، د کاندیدانو ترمنځ وساطت وکړي او ټاکنیز جنجالونه همدلته ختم کړي، هغه مهال که د ټاکنو د تفتیش بهیر په هره نقطه کې وي، و به درول شي. -- عبدالله عبدالله پخپله ونډه قانع دی، مشکل دادی، چې د اوسني ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح، عطاء محمد نور او محمد محقق چې په نوي حکومت کې به له عبدالله عبدالله ډېر شاته پاتې کېږي، ترجوړجاړي موقت حکومت په خپل خیر ګڼي، دا نو په همپالنه کې د سیاسي دريځونو تناقض دی. -- یونس قانوني عبدالله عبدالله ته ويلي، ستا ترناکامۍ د پروسې ناکامي د همپالنې په خیر ده، له پروسې سره ستا بایکاټ کولی شي د نظار شورا یا په ټوله کې د جمیعت پرده وکړي. ته په یوه زماني مقطع کې د ډېر مشخص هدف لپاره مهم یې خو نظار شورا زموږ د عمري حیات بستر دی. -- یوه سرچينه وايي، عبدالله غواړي د غني په مرسته ځان د همپالنې د سیاسي ناړامیو څخه وژغوري.بله کودتا به د همپالنې له خوا پرعبدالله وي. -- د عبدالله ناراضي پلویان هڅه کوي، د انتخاباتو نتیجه له منځه ولاړه شي او د موقت حکومت تر چتر لاندې د خپل باخت شرم پټ وساتي. -- له تحول او تداوم ټیم ترلاسه شوي تازه معلومات په ډاګه کوي، چې دې ډلې د همپالڼې ډېری غوښتنې ځکه منلې، چې د ناټو تر سرمشریزې ګټونکی کاندید معلوم شي او د ناټو سرمشریزه د یو ښه فرصت په توګه ضایع نشي. -- اوس که نوی ولسمشر پدې ناسته کې ګډون ونشي کړای، د اصلاحات او همپالنې ډلې ګڼې غوښتنې ردېدای شي. -- محور داسې معلومات ترلاسه کړي، چې له بیرونه یو شمېر دیکتې کېدونکي کسان هڅه کوي د اجرائیوي پوسټ د صلاحیتونو په پلمه ټاکنیز جنجال نور هم وغځوي. دې پوسټ لپاره له قانونه پورته صلاحیتونه غوښتل شوي دي. -- د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو جرګګۍ غړی نادر خان کټوازی وایي، اجرائیوي پوسټ لکه یوه کمېټه ده، چې د رئیس جمهور تر لاس لاندې به کار کوي، خو ددې پوسټ د صلاحیتونو په اړه د اصلاحات او همپالنې وروستي اظهارات د قانون خلاف دي: ((اشرف غني دوی ته ویلي چې په قانون کې هېڅوک هم تغیر نشي راوړی، او د وزیرانو شورا مشري، چې دوی یې غواړي، د صدراعظم معنی لري، تر اوسه په قانون کې دې پوسټ ته دا صلاحیتونه نشته. د ملي وحدت په حکومت کې د کار کولو لپاره ټولو افغانانو ته معیارونه ټاکل شوي، هر څوک چې په پخپله برخه کې په معیار برابر وي، هېڅوک یې هم مخالفت نشي کولای.)) -- سرچینې وایي، ولسمشر کرزي د ملکرو ملتونو استازي ته ویلي، چې تر راتلونکي چهارشنبې دې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو نیټه وټاکي او یا دې د رایو د تفتیش په اساس ګټوونکی کاندید معلوم کړي، چې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي. -- روهی ویب

0 Comments:

Post a Comment

<< Home