Saturday, September 27, 2014

شيرزاد : د پاکستان څارګره اداره او سلګونه ملېشه د دوربابا ولسوالۍ په بريدکې د وسله والو ملتيا کوي --- د ننګرهار سيمه يزه چارواکي وايي د دوربابا په ولسوالۍ په بريد کې د پاکستان څارګره اداره اى ايس اى لاس لري او د وسله والو سره سلګونه پاکستانې ملېشه ملتيا کوي. -- د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد وايې افغان ګډوځواکونو د تېرو پنځو ورځو په دوام کې د يولړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د ځاى مېشتو په مرسته د وسله والو هغه بريدو شنډ کړي کوم چې يې د دور بابا ولسوالۍ په يو شمير سرحدي نقطو ترسره کړي دي. -- د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد وايې افغان ګډوځواکونو د تېرو پنځو ورځو په دوام کې د يولړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د ځاى مېشتو په مرسته د وسله والو هغه بريدو شنډ کړي کوم چې يې د دور بابا ولسوالۍ په يو شمير سرحدي نقطو ترسره کړي دي. -- د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد وايې افغان ګډوځواکونو د تېرو پنځو ورځو په دوام کې د يولړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د ځاى مېشتو په مرسته د وسله والو هغه بريدو شنډ کړي کوم چې يې د دور بابا ولسوالۍ په يو شمير سرحدي نقطو ترسره کړي دي. -- (( د پاکستان اى ايس اى چې د دوربابا د ولسوالۍ په بريد کې لاس لري او سلګونه ملېشه د وسله والو سره يو ځاى د ډيورنډ د کرښې سره نږدي حملي ترسره کړي دي دوي ته د ميړنيو ځواکونو ملي اردو ، ملي پوليسو ،سرحدي پوليسو او عامه نظم پوليسو له لوري د خلکو په مرسته زيانونه اوښتي دي )) -- د ننګرهار د امنيه قوماندان په خبره د افغان ځواکونو پر ضد د وسله والو له لوري په ياده نښته کې د ٨٢ اتيا ملي ميتري توپونو ، هوانونو ، داشکو ، زيکويکونو او نورو سپکو وسلو استعمالولو او د پاکستانې ملېشه وو ملتيا څخه په ډاګه کيږي چې د وسله والو تر شاه د پاکستان څارګره اداره اى ايس اى لاس لري. -- شيرزاد وايې په تېره ورځو کې يې د دوې ټولو بريدونه شنډ کړي او افغان ځواکونه د دي وړتيا لري چې د دغه ډول بريدونو مخه ونيسي. -- (( دوې خپل جسدونه اوس هم په کچرو انتقالوي ، امنيتي ځواکونه ډير مخکي تللي او افغان ځواکونه کولاي شي داسي ګوزارونه نور هم پر دوي وکړي ، زه ټولو ولس او کورنيو چارو وزارت ته دا ډاډ ورکوم چې د افغان ځواکونو روحيه پياوړي ده او کولاي شي وسله والو ته سخته ماته ورکړي او د خپلي لويشتي لويشتي خاوري څخه دفاع وکړي )) -- د يادونې وړ ده چې د تېرو څو ورځو راهېسې افغان سيمه يزه چاروکي په دغه ځاى کې د وسله والو سره د نښتو او هغوې ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوې خو تر دې دمه د افغان دولت کومي وسله والي ډلي لا تر دي دمه په دي اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. - خبریال دات کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home