Friday, September 26, 2014

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٤ - اشرف غني احمدزى: دملي وحدت ددولت دجوړولو په باب بايد شک وجود و نه لري --- ډاکتر اشرف غني احمدزي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا دباورليک دترلاسه کولو په وخت کې له خلکو څخه مننه وکړه او ټينګاريې وکړ چې په هيوادکې به دډاډ او اعتماد فضا واکمنه شي. -- دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دانتخاباتو خپلواک کميسيون پرون منتخب جمهور رئيس ډاکتر اشرف غني احمدزي ته باورليک ورکړ. په هغو ځانګړو مراسموکې چې له همدې امله ددغه کميسيون په مقرکې پرځاى شوي و. په ډاکتر اشرف غني احمدزي سربېره دهغه دوو تنو مرستيالانو او دانتخاباتي مرکز همکارانو ګډون کړى و. -- ډاکتر اشرف غني احمدزي دمنتخب جمهور رئيس په توګه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دباورليک له ترلاسه کولو وروسته دافغانستان له خلکو څخه دانتخاباتو په بهيرکې ددوى دونډې اخستنې او زغم په خاطر مننه وکړه. ده ټينګار وکړ: په انتخاباتوکې دخلکو دپراخ ګډون له په پام کې نيولو سره دملي وحدت په تامينولو کې دشک هيڅ ځاى نه شته، شپه په يوه رڼا ورځ بدليږي او په هيوادکې به دډاډ او اطمينان فضا واکمنه شي. ده ټينګار وکړ چې دخلکو دټپونو درملنه کوي او ددواړو انتخاباتي مرکزونو په استازيتوب يې خلکوته وويل چې ستاسو دهرې رايې ساتنه کوو او تاسو ته حساب ورکوو. -- اشرف غني احمدزي دخپلو خبرو په دوام وويل چې په نويو پرمختياوو او دانتخاباتو دبهير په پاى ته رسيدو سره داقتدار بدل شوى دى نه قدرت. ډاکتر احمدزي يادونه وکړه چې پروني سيالان ننني همکاران دي، څرنګه چې ډاکتر عبدالله عبدالله ويلي دي: دملي وحدت دولت دواک ويش نه بلکې ددندو ويش دى چې په هغه کې کار ښه کيږي او دواړه ټيمونه پراخو اصلاحاتو ته ژمن يو. دغه راز ډاکتر اشرف غني احمدزي په دغو مراسموکې له حامد کرزي څخه مننه وکړه چې واک ليږدول يې داساسي قانون دحکمونو له مخې عملي کړ او دخلکو له ارادې څخه يې دفاع وکړه. ده حامد کرزي دزړور مشر او ښه سلاکار په توګه ياد کړ. -- بايد وويل شي چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رئيس ډاکتر يوسف نورستاني منتخب جمهور رئيس ته دباورليک له ورکولو مخکې په لنډه وينا کې دانتخاباتو دبهير دوږديدو له امله دافغانستان له خلکو څخه بخښنه وغوښتله او ټينګار يې وکړ چې دکميسيون کار په وخت سره ترسره شوى دى.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home