Sunday, September 14, 2014

د پاکستاني طالبانو تحریک وايي، د پنجابي طالبانو مشر د آی ایس آی ایجنټ دی --- د پاکستاني طالبانو تحریک وايي چې د پنجابي طالبانو مشر عصمت الله معاویه د آی ایس آی ایجنټ دی. -- پاکستاني طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې معاویه وویل، په پاکستان کې یوازې تبلیغ پکار دی او باید جګړه د افغانستان په خاوره کې وشي. -- ویل کېږي چې عصمت الله معاویه یو سخت دریځی فرقه پال دی چې تل یې د نورو اسلامي فرقو او مذهبونو پر پیروانو حملې کړي او د مسلمانانو ترمنځ یې کرکې ته لمن وهلې ده. -- د پنجابي طالبانو له لوري په پاکستان کې د جګړې نه کولو پر اعلان د پاکستاني طالبانو د تحریک مشهور قومندان ابوبصیر وویل، عصمت الله معاویه د خفیه ایجنسۍ آی ایس آی ایجنټ و او اوس هم دی. -- ده وویل چې معاویه ځان د مجاهد په جامه کې پټ کړی و. -- د افغانستان حکومت هم نن د پنجابي طالبانو له لوري د دوهم ځل لپاره پر دې اعلان غبرګون وښود چې نور په پاکستان کې نه چجنګېږي او پر ځای یې په افغانستان کې جنګ روا بولي. -- د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د پنجابي طالبانو اعلان د افغانستان په چارو کې د پاکستان د استخباراتو د پټو او ښکاره لاسوهنو په لړ کې بللی او ویلي یې دي چې دا د افغانستان پر ضد د آی ایس آی د جنګ یو بل اعلان دی. -- پنجابي طالبانو، چې اوس هم په زرګونو تنه یې په افغانستان کې جنګېږي، په وروستیو ورځو کې دوه واري ویلي چې نور غواړي چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي. دوی ویلي چې په پاکستان کې به یوازې تبلیغ کوي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home