Saturday, September 13, 2014

يوسف نورستاني: د ټاکنو پايلې به راتلونکې اونۍ اعلان شي --- د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر يوسف نورستاني ويلي، چې راتلونکې اونۍ به د ټاکنو پايلې اعلان شي او تر هغه وروسته که کوم کړکيچ رامنځته کيږي مسؤوليت يې د ټاکنو کميسيون نلري. -- نوموړي زياته کړه، د دغه کړکيچ مسؤولين به هغه څوک وي، چې مشري کوي او قانون يې په خپل لاس کې نيولی او سرکونو ته راووځي. -- نورستاني همداراز وويل، چې د ټاکنو د بيا تفتیش پروسه د نړيوالو څارونو په حضور کې تر سره شوه او شفافه ده او نور د کړکيچ رامنځته کولو او نه منلو لپاره کوم دليل نشته. -- روهی ویب

0 Comments:

Post a Comment

<< Home