Friday, August 08, 2014

دافغانستان دولسمشرۍ کاندیدانو دملي یووالي دحکومت دجوړولو موافقه لاسلیک کړه --- دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځکړتوب د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو دملي یووالي دحکومت دجوړولو پر سر په خپل منځ کې دهمکارۍ موافقه لاسلیک کړه. -- دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله دامریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره له کتنې وروسته نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې ګډه اعلامیه یې لاسلیک کړې ده. -- رویټرز خبري آژانس ددې اعلامیې یوه نسخه ترلاسه کړې خو په موافقه کې دحکومت دجوړښت تفصیل نشته مګر دواړو ویلي چې دیوه چوکاټ دجوړولو لپاره به کمیسیونونه وګوماري. -- دواړو خواوو تېره میاشت کابل ته دجان کیري دسفر په لړ کې په شفاهي ډول دملي وحدت دحکومت پر جوړولو سلا کړې وه. -- په خبري غونډه کې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري، په داسي حال کې چې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله یې ترڅنګ ولاړ ول، وویل: «له دغو دوو تنو څخه به یو ولسمشر شي خو دواړه به دافغانستان دراتلونکي لپاره مهم وي.» -- اشرف غني احمدزي د دې موافقې په ترلاسه کېدو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، دملګروملتو د خاص استازي یان کوبیش او ټولې نړیوالې ټولنې د رول مننه وکړه. -- په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې کاندیدان د اګست په پای کې دنوي ولسمشر دلوړې دمراسمو لپاره له ټاکل شوي مهالوېش سره موافق دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home