Saturday, August 09, 2014

د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي جوړجاړي پر ولسواکي د خلکو باور زیانمن کړ --- په افغانستان کې د انتخاباتي لانجې د پای ته رسولو په هدف د جمعې په ورځ /اګست۸/ د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړېدا په اړه یوه اعلامیه لاسلیک شوه. سره له دې چې ممکن دا جوړجاړی په افغانستان کې انتخاباتي جنجال پای ته ورسوي خو د خلکو پر رایو او ولسواکۍ ښايي د خلکو باور هم پای ته ورسوي -- له دې وروسته به نه یوازې دوهم کاندید بلکې درېم، څلورم… کاندیدان هم د انتخاباتو د نتیجې نه مني او په حکومت کې به د مساوي ونډې د ترلاسه کولو لپاره د ګواښ او تهدید شیوو ته مخه کوي. -- د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د لاسلیک شوي سند پر اساس حکومت تقریباً د دواړو ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي. که څه هم بریالی کاندید به ولسمشر وي خو ناکام کاندید نه یوازې په حکومت کې مساوي حق لري بلکې د اپوزیسیون مشري هم ترلاسه کوي. -- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ظاهره د دې غیردیموکراتیکې موافقې دفاع په دې خاطر کوي چې د ده په باور که دا کار نه وای شوی افغانستان د کورنۍ جګړې ښکار کېده. --- د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د چارو رئیس سکاټ سمیت وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب وروستۍ موافقې (د ښاغلیو غني او عبدالله) وښودله چې افغان مشران د عامو افغان رای ورکوونکو خلاف ولسواکۍ ته تیار نه دي. -- دی وايي، له بده مرغه په انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي مګر دا هم حقیقت دی چې ملیونونو افغانانو د سر خطر په غاړه اخیستی او د طالبانو له تهدید سره سره یې رایه استعمال کړې ده. --- ښاغلی سمیت د واک وېش ناکام بولي او وايي:«ما په وروستیو کې په کمبودیا (۱۹۹۳)، کوټ پي اورس (۲۰۰۵)، کنیا (۲۰۰۷) او زیمبابوې (۲۰۰۸) کې د انتخاباتو په نتیجه کې څلور ګډ حکومتونه لیدلي چې جوړ شوي دي. -- د ده په وینا تر ټولو په ښه مورد کې حکومت یوازې توانېدلی چې حالات بېرته کړکېچن نه شي. -- خو دی په عین حال کې هیله لري چې د افغانستان نوی حکومت به اصلاحات راولي چې ولسمشر کرزي ورته توجه نه ده کړې. خو که د واک د شریکولو معنا دا وي چې بیا هم هغو فاسدو کسانو ته چوکۍ ورکړای شي چې د فساد له پلوه یې افغانستان ته په نړۍ کې د لومړۍ درجې نوم ورکړ، د افغانستان حالات به تر بدو بدتره شي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home