Tuesday, August 12, 2014

د رایو له تفتشیه ښکاري چې د اشرف غني ۲ لکه او د عبدالله ۱۲۰ زره رایې باطلېږي --- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو تفتیش روان دی او داسي ښکاري چې له ۸ ملیونه او یو لک رایو څخه به شاوخوا ۲ لکه رایې د اشرف غني احمدزي او ۱۲۰ زره د عبدالله عبدالله باطلې شي. -- د سې شنبې تر ورځې څه باندې ۳۰ فیصده رایې بیا شمېرل شوي او تفتیش شوې چې په هغو کې د کمپیوټر په وسیله ۵۴ زره رایې د اشرف غني احمدزي وې او ۳۱ زره د عبدالله عبدالله وې. -- له دې سره سره له شمېرنو داسي ښکاري چې اشرف غني احمدزی تر خپل سیال ۱ ملیون او ۲ لکه ۱۰۶۰۲ زیاتې رایې لري. -- د ډیموکراسۍ انټرنشنل مشر ګلین کوان، چې د رایو د تفتیش یو نړیوال څارونکی دی وايي، داسې نه ښکاري چې روانې څېړنې دې پر اعلان شویو رایو ډېر اغېز وکړي او د رایو پایله دې بدله کړي. -- ده وویل:« دا ډېره ستونزمنه ده چې د یو ملیون رایو فرق دې په کې راشي، خواحتمال شته، خو که د نړۍ د رایو د بیا شمېرلو تاریخ ته وګورو، هر کاندید چې د رایو تر تفتیش او بیا شمېرلو مخکې وي د رایو تربیا شمېرلو وروسته هم، مخکې وي.» -- په تفتیش شویو رایو کې لویه برخه د هغو سیمو ده چې اشرف غني احمدزي پکې زیاتې رایې ترلاسه کړي دي. د اشرف غني احمدزي اکثره رایې په هغو سیمو کې باطله شوي دي چې ده تر ۵۰۰ زیاتې رایې ګټلي دي. دا ډول رایبکسونه د کندهار په پنجوايي پوري تړاو لري. -- همداراز د پکتیکا په برمل کې ۵۴۶، په سروزه (سرحوضه) کې۵۹۰ او اورګون کې زیاتې رایې باطلې شوي دي. -- ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د کابل، بلخ، پکتیکا، لغمان، هرات، پکتیا، لوګر، فاریاب، کندهار، پنجشېر، تخار، غور، سرپل، پروان، بادغیس، بدخشان، بغلان، نورستان، جوزجان، غزني، کاپیساو میدان وردک او زابل ولایتونو رایې تفتیش شي. -- د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ د رایو د یوه صندوق ۵۱۰ رایې او د هرات د انجیل ولسوالۍ د رایبکس ۹۰۰ رایې کاملاً باطلې شوې. -- عبدالله عبدالله ته په تفتیش شویو رایو کې تر ټولو زیاتې جعلي رایې په لوګر ولایت کې لوېدلي، په یو ځای کې ۵۹۴ او بل ځای کې ۵۹۱ رایې. همداراز د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې هم د عبدالله عبدالله ۵۷۹ رایې باطلې شوي دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home