Tuesday, August 12, 2014

محور ورځپاڼه: په افغانستان کې پاکستاني اورپکي؛ د ناټو جنیات --- په افغانستان کې دېره نړيوال ځواکونه په افغان جګړه کې د پاکستاني پوځيانو پر حضور او په افغان خاوره را ويشتونکو توغنديو سترګې پټوي. -- ځايي سرچينې وايي، د ننګرهار په ځينو ولسواليو د طالب اورپکو په هجوم کې تر نيمايي زيات پاکستاني پوځيان شامل دي، خو ناټو په دې جګړه کې د پاکستاني پوځيانو حضور ردکړی دی. -- که په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه ومني، چې پر ننګرهار د طالبانو په هجوم کې پاکستاني پوځيان برخه لري، نو دا د يوه ګاونډي هېواد له لوري يرغل دی، چې نړيوال ځواکونه په تېره امریکا یې له افغان امنيتي ځواکونو سره په مخنيوي مکلف دي او دا له امریکا سره د ستراتيژیک تړون یو اصل هم دی. -- ځايي سرچينې وايي، د ننګرهار ولايت په ځينو ولسواليو د طالب اورپکو په هجوم کې تر نيمايي زيات پاکستاني پوځيان او ملېشه شامل دي. -- د وروستيو معلوماتو له مخې، په شېرزادو ولسوالۍ کې په چاڼيزو عملياتو کې ۱۲۰ طالب اورپکي وژل شوي، ۵۳ ټپيان شوي، چې ۱۵ يې مخ پټي پاکستاني پوځيان بلل شوي دي. -- ځايي حکومتي سرچينې وايي، د جګړې د غځېدو يو لامل دا دی، چې پاکستان د نړيوالو په ډاډ دې جګړې ته زور ورکړی او په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو له دريځ داسې معلومېږي، چې د هغوی ملاتړ ورسره دی. -- د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ د اختر په دويمه د شاوخوا ۲۰۰۰ پاکستاني طالبانو له لوري هجوم وروړل شو او ياده ولسوالي کلابنده شوه، چې د لومړنيو راپورونو له مخې، په دغه جنګياليو کې زیاته برخه پاکستاني پوځيان او ملېشه شامل وو، چې جګړه يې رهبري کوله. -- د دې جګړې په اړه، چې اوس له حصارک نور ولسواليو ته هم غځېدلې ويل کېږي، چې ټول جنګيالي د باجوړ ايجنسۍ او وزيرستانونو نه راکوچېدلي وو، چې دامهال په شېرزادو، بټي کوټ، شينوارو کې ناامنۍ جوړوي. -- د حصار ولسوال عبدالخالق له محور سره په خبرو کې وويل، د اختر له لومړۍ ورځې تر نن پورې دوه ځله په حصارک ولسوالۍ د پاکستاني جنګياليو او پوځيانو له لوري ډلييز بريدونه شوي، چې پکې تر ۲۳۰ پورې جنګيالي وژل شوي دي. ښاغلی عبدالخالق زياتوي، لس موټر پاکستاني پوځيان او اورپکي دوه ورځې وړاندې بيا د حصارک غرونو ته راد ننه شوي او د جګړې پلانونه جوړوي. -- دوی وايي، له ډېره وخته پاکستاني جنرالان حصارک ته راځي په کورونو کې له خپلو کسانو سره ناستې کوي او د جګړې طرحې جوړوي: ((دوی غوښتل، د حصارک ولسوالۍ ترڅنګ د ننګرهار شېرزاد او د لوګر ازره هم تر خپل بشپړ تسلط لاندې ونيسي، خو مات شول. پاکستاني پوځيان چې کله د حصارک په جګړه کې پاتې راغلل، نو يې د جنګياليو ګروپونو ته د هرې پوستې د لاندې کولو پر سر تر ۸۰ لکو پاکستانيو کلدارې ومنلې. -- له بل لوري په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ويلي، چې ګويا پاکستاني پوځيان په ننګرهار کې په جګړه کې نه دي دخيل. -- خو ځايي خلک او د چارو شنونکي وايي، که په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه ومني، چې پر ننګرهار د طالبانو په هجوم کې پاکستاني پوځيان برخه لري، نو دا د يوه ګاونډي هېواد له لوري يرغل دی، چې نړيوال ځواکونه په تېره امریکا یې له افغان امنيتي ځواکونو سره په مخنيوي مکلف دي او دا له امریکا سره د ستراتيژیک تړون یو اصل هم دی. -- د چارو شنونکی کبير رنجبر وايي، پاکستان امريکا متحده ايالاتو او برېتانيا ته نېږدې دی، نو له همدې امله يې ناټو هم ملاتړ کوي او په کړنو يې پرده اچوي. --- شنونکی محمد حسن ولسمل وايي، د افغان جنګیالیو په لیکو کې د بهرنیو وسله والو د ډېرېدلو یواځنی لامل د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو ترسره کول وو؛ بل لامل دا دی، چې د بهرنیانو په ملاتړ پاکستان په دې هڅه کې دی،څو په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړې؛ دا یو پیچلی استخباراتي جنګ دی، چې بايد افغان حکومت يې د مخنيوي لپاره پوره چمتو واوسيږي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home