Wednesday, August 20, 2014

د هیواد نومیالۍ، نایب سالار عبدالوکیل خان --- زمونږ د هیواد د نومیالیو غازیانو او اتلو مجاهدینو څخه وه چی په ۱۲۵۴ ه کال د نورستان ولایت په کانتیوا نومی کلي کی زیږیدلي وه -- د ښه لیاقت او کفایت ښکاره کولو له امله په ۱۲۹۲ کال د کندهار ولایت د عسکری قومندان په حیث وټاکل -- او ۱۲۹۲ کال په پیښه کي چی د کندهار خلکو پاڅون وکړ د هغو ارامولو لپاره یی ښه فعالیت ترسره کړه او ریښتنولۍ نښان په اخستلو بریالۍ شو. دی په ۱۲۹۴ کال کی د ۲ لوا د غونډ قومندان او د کابل د کوټوالۍ د قومندان په حیث وټاکل شو. نوم وړی د امیر حبیب الله خان تر شهادت وروسته یی د ۱۲۹۷ کال په حمل کي د جنرالۍ رتبی ته ورسید او د کابل د دوهمی لوا او بیا د اسمار د لوا د قومندان په ټوګه مقررشو. -- کله چی د هیواد د خپلواکۍ اعلان او د انګریزانو سره دوهمه جګړه پیل شوه نوموړی د چترال په جبهه کی د دښمن قواوو ته سخته ماته ورکړه او په شایی وتمبول کله چی انګریزانو د شینوارو سیمه ونیوله او بیا د چترال او د طورخم سیمه سره بدله شوه عبدالوکیل خان نورستانی په ۱۳۰۴ کال کی د نایب سالارۍ رتبی او د سردار عالی نښان یی وګاټه او پر همدی کال د قطغن او بدخشان د عسکری قومندان په حیث مقرر شو. -- په ۱۳۰۸ کال کي د اعلیحضرت نادر شاه حکومت بیرته په خپل رتبه او حیثیت ومانه او د شمالی لوری پروان د امنیت راوستلو لپاره وګمارل شو او د دغه کال په سرطان کی د کوهدامن د دوهم ځل د پاڅون ارامولو لپاره له یوه کنډک سره هغی خواته ولیګل شو په ۱۳۰۹ کال د اسد په ۴ د کوهدامن په باغ صادق سیمه کی شهید شو او مړی یی له سرای خواجه څخه کابل ته راوړل شو او د مرجان په غونډۍ کی په درناوی سره خاورو ته وسپارل شو. --- د خدمتونو یادونی په ویاړ یی د دهمزنګ څلورلاری کی یو پرتمین څلۍ د هغه په نامه جوړ شو او د جلال اباد ښار کی هم یو ښوونځۍ د هغه په نوم ونومول شو نایب سالار عبدالوکیل خان دغه نښانونه اخیستی وه. --- د ده زامن فرقه مشر جنرال صفرجان غرزی ، جمیل جان ، وکیل محمد اسماعیل خان او د کابل پخوانۍ ښاروال محمد کبیر خان د عبدالوکیل خان نورستانی هغه زامن دی چی د کمونیستانو لخوا د څرخی پله په زندان کی په شهادت ورسیدل. - روح دی ښاد وی - زرداد شنواری -- http://afghan-german.com

0 Comments:

Post a Comment

<< Home