Tuesday, August 19, 2014

دواب ولسوالۍ د طالبانو له لوری محاصره شوه --- د نورستان ولایت د دواب ولسوالي په ودانۍ او په شاوخوا ټولو امنیتی پوستو وسلوالو طالبانو پراخ برید نن سهار پیل کړ د نورستان امنیتی چارواکو په خبره ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا امنیتی پوستی د طالبانو تر سختو بریدونو لاندی دی. -- بل پلو د نورستان ولایتی شورا غړي وایی چی شاید دواب ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کی راشي. -- د نورستان د ولایتی شورای رئیس مولوی مزهبیار وایی چی له تیری شپی را په دیخوا د دواب پر ولسوالۍ د طالبانو برید خورا خطرناک دی دا وایی چی طالبانو څو امنیتی پوستی ماتی کړی او ولسوالۍ ودانۍ ته نږدی شوی دی نوموړی د نورستان والی او امنیتی چارواکی ګرم بولي چی تر اوسه په دی برخه کی بی خبره پاتی شوی او د طالبانو د مخنیوی په هڅو کی پاتی راغلي بل پلو د یادی شورا بل غړی ډاکټر شمس اصلزی وایی چی دولت د نه پاملرنی او د نورستان په ادارو کی د شته مشرانو بی غوری له امله د نورستان په زیاتو سیمو کښی طالبانو پراخ بریدونه پیل کړي او زیاتی امنیتی سیمی یی تر ګواښ لاندی نیولي. -- یوه باوری امنیتی سرچینی وویل چی د دواب ولسوالۍ له امنیتی ځواکونو سره یی د تیرو ۳ ساعتو را په دیخوا اړیکی پری شوی او هیڅ معلومات نشته چی وضیعت څه ډول دی. -- د نورستان دواب ولسوالۍ سره د یاد ولایت مرکزتړلی پروت دی چی د دی بریدنو سره د نورستان مرکز پارون هم په لوی خطر کی لویدلی. -- یوه باوری امنیتی سرچینه وایی چی د نورستان مرکز ته په لس کیلومټرۍ سیمه کانتیوا کی وسلوالو طالبانو لوی مرکز جوړ کړي او د عثمان جوهری په نوم د طالبانو ځایی مشر له لسګونو وسلوالو سره د نورستان د مرکزی برخی او پنجشیر کی د بریدونو لپاره تیاری نیسي. -- له تیرو څو میاشتو راپه دیخوا د نورستان د امنیتی وضیعت د خرابیدو خبر په داسی حال کی راځی چی د نورستان مرکز پارون اوسیدونکی شکایت لري چی د دی ولایت والی او امنیه قومندان یی په ولایت کی نشته -- د دواب پیښه او په نورستان کی وروستۍ نا امنی د دی ولایت امنیه قومندان پاسوال عبدالباقی خان منی خو وایی چی تر اوسه په دواب کی پولیس نه دی په شاشوی خو د طالبانو برید پراخ دی او تر اوسه جګړه روانه ده دواب د نورستان هغه ولسوالۍ ده چی څو ځله د اسلامی امارت ډلي له لوری نیول شوي. - زرداد شنواری

0 Comments:

Post a Comment

<< Home