Sunday, August 10, 2014

په کامدیش کي د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو کي ولسي وګړي شهیدان شوي --- د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په کوشتوز سیمه کي د تیرو څو ورځو را په دیخوا د امریکا د بي پیلوټه الوتکو په هوایی بریدونو کي ولسي وګړي په نښه کیږی د کامدیش ولسوالۍ یو شمیر قومی مشران وايي چي د تیری پنجشنبي را په دیخوا په کوشتوز سیمه کي شاوخوا ۴۷ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي نوموړو په خبره کله چي کلیوالو خلکو د خپلو مړو لټون کاوه بیا بیا پري هوایی بریدونه شوي او د ښځو او ماشومان په ګډون ګڼ شمیر خلک ژوبل شوي هم دي یاد قومي مشران د نوم د نه څرګندولو په شرط د نورستان په اوسني والي او امنیتي چارواکو تور پوری کوي چي رسنیو ته یی ناسم خبرونه ورکړي او ورته ویل شوي چي وژل شوي ټول د جنګیالیو ډلو پوری تړلي دي یاد مشران په هیواد کي شته رسنۍ هم تورنوي چي تر اوسه یی د کامدیش خبر په سمه توګه هیوادوالو او نړیوالو ته نه دي وړاندي کړي. -- بل پلو نورستان والي حافظ عبدالقیوم وویل چي دوي هم داسي خبر شوي چي وژل شوي خلک ولسي وګړي دي خو د دولت پلټني رواني دي او نور جزیات به وروسته خپاره کړي -- یو تن چي ځان عبدالستار پیژني او د کامدیش ولسوالۍ اوسیدونکي دي وايي چي تر اوسه پوری ولسي وګړو مړی نه دی ترلاسه شوی او خلک د بیا بمبار له وجي د خپلو کورنونه نشي وتلي -- دا په داسی حال کي ده چي په نورستان ولایت کي په دی ورستیو کي ورته پیښي ډیري شوي ولسي وګړی شکایت کوي د دوی کورنه هم بمبارد شي خو بیا هم په نورستان کي شته اداره سترګي پټوي او وژل شوي خلک د طالبانو په نوم ور پیژني - زرداد شینواری

0 Comments:

Post a Comment

<< Home