Saturday, July 12, 2014

تاند - د جان کیري په منځګړتوب دواړو کاندیدانو د ټولو رایو پر بیا کتلو موافقه وکړه --- د جان کیري په مشرۍ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندیدانو موافقه وکړه چې د جوزا د ۲۴ نېټې ټولې رایې له سره وڅېړل شي او هر کاندید چې ډیرې رایي ګټلې وې بل کاندید دې هغه ومني. -- د رایو د څیړلو وړاندیز هغه و چې د پنجشنبه په ورځ په ارګ کې د غونډې پر مهال ملګرو ملتو وړاندې کړی و، خو په هغه وړاندیز کې د نیمایي راییو د تفتیش خبره شوې وه. -- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره د دوه ورځنیو خبرو په پای کې نن په یوه خبري غونډه کې په داسي حال کې حاضر شو چې دواړه کاندیدان ورسره ول. -- جان کیري، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان د انتخاباتي لانجې د حل کولو لپاره کابل ته راغی، د جمعې او شنبې په ورځو یې له اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او ولسمشر کرزي سره څو ځلي وکتل. -- جان کیري څو شېبې مخکې په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو موافقه وکړه چې پاکې رایې دې له ناپاکو جلا شي او د ملګروملتو، د دواړو کاندیدانو د څارونکو له لوري دې رایې تفتیش شي. -- جان کیري وویل:«دا ډېره سخته شېبه ده خو له نېکه مرغه دواړه کاندیدان او ولسمشر کرزی حاضر دي چې مصلحت ومني. دوی دواړه حاضر دي چې قانوني اصول ومني. دواړه ژمن دي چې د افغانستان د خلکو رایې دې ومنل شي. دواړو ژمنه وکړه چې انتخاباتي ستونزو او د درغلیو په تورونو دې غور وشي او هیواد دې له بحرانه وژغورل شي.» -- ښاغلي کیري بیا وویل:«په کومو مسایلو چې موافقه شوې. دواړو ژمنه کړې چې پر شکایتونو غور وشي او رایې تفتیش شي. ټولې ۱۰۰ په سلو کې تفتیش شي.دایو قوي زیګنال دي چې دواړو کاندیدانو د انتخاباتو د شفافیت په اړه ورکړی دی.» -- ښاغلي کیري همداراز وویل:«دوهم د تفتیش پروسه به په کابل کې او په ۲۴ ساعتونو کې پیل کېږي رایبکسونه به د ایساف له لوري کابل ته راوړل کېږي. او د رایو امنیت به ایساف او افغان امنیتي ځواکونه ساتي -- درېم، د دې رایو تفتیش به د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې، چې یوناما وړاندیز کړی، د دواړو کاندیدانو د استازو په حضور کې کېږي. -- د ښاغلي کیري په وینا په دې کې به هیڅ شک نه وي چې دا تفتیش به د نړیوالو معیارونو مطابق وي. -- ده دا هم وویل چې د رایو تفتیش به څو اوونۍ وغواړي نو د تحلیف وخت دې ولسمشر وځنډوي. --- د تفتیش په نتیجه کې به د زیاتو رایو ګټونکی ولسمشر وي او دواړه کاندیدان موافق شوي چې د ملي وحدت حکومت به جوړوي. خو د ملي وحدت حکومت جزییات څرګند نه شول. تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې چې عبدالله عبدالله د اشرف غني په حکومت کې د ضیا مسعود پر ونډې راضي نه دی او د دوی ډلې د یونس قانوني وړاندیز کړی دی چې د اجارییوي چارو مشري دې وکړي. خو دا خبره رسما د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم له لورې نه ده او نه ده تایید شوې. -- جان کري وویل، دا لومړی ګام دی او موږ له دواړو کاندیدانو او د افغانستان له حکومت سره همکاري کوو چې پرېکړې عملي شي. -- جان کري چې خبرې خلاصې کړې نو په خندا یې دواړو کاندیدانو ته مخ واړاوه چې لومړی څوک خبرې کوي، اشرف غني عبدالله ته لاس ونیو او هغه په انګلیسي ژبه په نسبتا ټیټ غږ خبرې پیل کړې. -- ده په خپلو خبرو کې د جان کري مننه وکړه بیا یې وویل په انتخاباتو کې جدي چلنجونه وو. او موږ تړون وکړ چې تفصیل یې جان کري ورکړ. د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم مشر بیا وویل د افغانستان له ولسمشره هیله کوم چې د لوړې د مراسمو وخت وځنډوي. -- More, http://www.taand.com/archives/28094

0 Comments:

Post a Comment

<< Home