Friday, July 11, 2014

بینوا -- د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د راتلونکي افغان حکومت د ترکیب بڼه د نوي ولسمشر خپل کار دی --- د امریکا حکومت د افغانستان او پاکستان لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي جیمز ډابېنزهغه څرګندونې رد کړې چې د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه یې کړي وې. د ډابېنز له وروستیو څرګندونو څخه داسې انګیرنه شوې وه چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړیدو پلوي کوي. اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جین ساکي ویلي، چې د افغانستان د راتلونکي حکومت ترکیب د دغه هېواد د راتلونکي ولسمشر کار دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جین ساکي خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان د راتلونکي حکومت جوړول د هغه هېواد په راتلونکي ولسمشر پورې اړه لري. ساکي زیاته کړه چې امریکا غواړي یو موټی افغانستان وویني. دې وویل: « فکرکوم په دې کې د پوښتنې ځای نه شته چې امریکا غواړي یو متحد افغانستان وویني او غواړي د افغانستان د خلکو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. د داسې حکومت جوړول چې باید پراخ وي او د ټول افغانستان د یووالي سبب شي، د هغه چا کار دی چې د افغانستان راتلونکې ولسمشر به وي.» جین ساکي په دې خبرو سره غوښتل د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمز ډابنز هغه وروستۍ څرګندوني واضحې کړي چې ناسمې تعبیر شوي وې. د بلومبرګ خبري سرویس د چهارشنبې په ورځ د ډابېنز له خولې ویلي وو چې وایي په افغانستان کې د یوه بریالي حکومت لپاره اړتیا ده چې یو داسې ملي واحد حکومت جوړشي چې ټول اړخونه په کې شامل وي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي باوري دي چې د دغو څرګندونو څخه هدف دا دی چې متحده ایالات نه غواړي کاندیدان یا نور اړخونه داسې لاره غوره کړي چې افغانستان د تجزیې لوري ته یوسي. جین ساکي زیاته کړه: « هغه څه چې موږ د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په حیث غور ورباندي کوو، دا دي چې کاندیدان او نورې خواوې دې ته وهڅوو، چې د افغانانو ترمنځ د یووالي راوړلو لپاره په ګډه کار وکړي.» په همدې حال کې اروپایې ټولنې هم د یوې اعلاميې په خپرولو د انتخاباتو د دوهم دور رایو د شفافې او بشپړې ارزونې غوښتنه کړې ده. په دې اعلامیه کې د اروپایې ټولنې د څارونکي ډلې د مشر تییس برمن له قوله لیکل شوي چې دغه ټولنه د انتخاباتو د کمیسیون له چارواکو غواړي چې نتایج په بې طرفانه، شفاف او بشپړ ډول وارزوي. تییس برمن غوښتي چې دا ارزونې باید د ټولو ښکېلو خواوو په همکارۍ ترسره شي. هغه وړاندیزکړی چې د رایو پر هغو مرکزونو جدي غور وشي چې ډیرې رایې په کې صندوقونو ته اچول شوي او یا هم ډیرې رایې د یوه کاندید په پلوی اچول شوي دي. د اروپایې ټولنې دغې ډلې ژمنه کړې چې د انتخاباتو تر وروستي پړاوه به په افغانستان کې پاته شي او د دغه بهیر په پای کې به خپل وروستی راپور خپور کړي.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home