Monday, July 07, 2014

اشرف غني د دويم پړاو ټاکنو لومړنیو پایلو کې مخکښ اعلان شو --- د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې چې له جنجالونو سره ملې وې اشرف غني احمدزي د ټولو اچول شويو ۸۱۰۹۴۹۳ رايو ۵۶.۴۴ سلنه او سيال يې عبدالله عبدالله ۴۳.۵۶ سلنه رايې خپلې کړې دي. -- د دغه کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل، اشرف غني احمدزي ۴۴۸۵۸۸۸ رايې وړي او سيال يې ډاکټر عبدالله عبدالله۳۴۶۱۶۳۹ رايې خپلې کړي، خو ښايي په ټاکنو کې د شويو درغليو له څېړلو وروسته په دغو پايلو کې ادلون بدلون راشي. --- ټاکل شوې وه د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې له نن څخه پنځه ورځې وړاندې اعلان شوې وای، خو د ټاکنو کمېسيون يې د ځنډ لامل د نژدې ۲۰۰۰ محلونو د رايو بيا شمېرنه وښوده. -- د بدلون او دوام ټاکنيزې ډلې په خپلو څرګندونو کې وويل په ټاکنو کې د لا شفافيت رامنځته کېدو په موخه د دغه ځنډ هرکلی کوي. -- خو دا يې هم ورغبرګه کړه، چې کمېسيون دې ابتدايي پايلې نن (دوشنبه) اعلان کړي، ځکه په خبره يې نور ځنډول يې قانوني بنسټ نه لري. --- د معترض نوماند عبدالله عبدالله او د اشرف غني احمدزي ټاکنيزو ډلو د دويم پړاو ټاکنو د ۷۰۰۰ محلونو رايو بيا شمېرلو پر سر موافقه کړې ده. -- دغه موافقه د دواړو ټاکنيزو ډلو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته شوې ده. -- د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړي سيد حسين فاضل سانچارکي او د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزې ډلې غړې ازيتا رفعت وايي چې د دواړو غاړو تخنيکي ډلو د ۷۰۰۰ محلونو رايو له سره شمېرل تاييد کړي دي. -- په دغو محلونو کې هغه صندقونه شامل دي چې ويل کېږي رايې له ۵۹۵ رايو زياتې دي او يا هم په دغو محلونو کې له نارينه و د ښځو ونډه زياته ده. - More, http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140707_as_afghan_runoff_election_result.shtml

0 Comments:

Post a Comment

<< Home