Wednesday, July 16, 2014

عبدالله: که موافقه نه وای شوې د د ه پلویانو نه یوازې پر ارک بلکې په ټولو ولایتونو یرغل کاوه --- دافغانستان دولسمشرۍ دانتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله، چې دوهم پړاو انتخابات یې بایللي و، وايي چې دامریکا په منځګړتوب معاملې افغانستان له کړکېچه وژغوره. -- عبدالله دسې شنبې په ورځ اسوشیتیډ پریس خبري آژانس ته په مرکه کې وویل، مخکې تردې چې دی دکړکېچ دختمولو لپاره دامریکا په منځګړتوب درایو د بیا شمېرلو او تفتیش په اړه له خپل سیال سره موافقې ته ورسېږي افغانستان د«خورا جدي خورا جدي» وضعیت په درشل کې و. -- ده دا څرګندونې ددې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا دده ځینو پلویانو غوښتل چې دولسمشرۍ پر ماڼۍ ارګ او ځینو دولتي ودانیو حمله وکړي. - تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې دعبدالله عبدالله دپلویانو او استخباراتي معلوماتو پر اساس ویلي و چې دولسمشرۍ دانتخاباتو دابتدايي پایلو له اعلانه وروسته دعبدالله پلویانو غوښتل چې پر ارګ او لږترلږه پر درو ولایتونو یرغل وکړي او په زور واک ترلاسه کړي. --- نیویارک ټایمز پر ارګ او دولتي ودانیو دعبدالله دحملې پلان افشا کړ -- له عبدالله څخه اسوشیتید پریس خبري آژانس ددې موضوع دجزییاتو دڅرګندولو غوښتنه وکړه خو ده ورته وویل:«نه غواړم چې پر جزییاتو او تفصیل وږغېږم- خو دا مسله ډېره جدي وه، ډېر جدي وضعیت و، نه یوازې په کابل کې بلکې په ټول هیواد کې.» -- دا دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب دشنبې دورځې په وروستیو کې له اشرف غني احمدزي سره دموافقې له کولو وروسته دعبدالله عبدالله لومړنۍ څرګندونې دي. ترعبدالله مخکې دسې شنبې په ورځ اشرف غني احمدزي هم له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره مفصلې خبرې وکړې. - تاند http://www.taand.com/archives/28237

0 Comments:

Post a Comment

<< Home