Tuesday, July 15, 2014

نیویارک ټایمز پر ارګ او دولتي ودانیو د عبدالله د حملې پلان افشا کړ --- نیویارک ټایمز ورځپاڼې افشا کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د عبدالله عبدالله پلویانو تیاري نیولې وه چې پر ارګ او په څو ولایتونو کې پر دولتي ودانیو یرغل وکړي خو له عبدالله سره د ولسمشر بارک اوباما ټېلفوني خبرو د دې کار مخه ونیوله. -- نیویارک ټایمز د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د یوه مشر فضل احمد معنوي له قوله لیکلي چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ سهار وختي له عبدالله سره د اوباما ټېلفوني خبرو په افغانستان کې د واک پر سر د یوه خطرناک کړکېچ مخه ونیوله. -- د ورځپاڼې له راپور سره سم، په داسي حال کې چې د افغانستان انتخاباتي لانجه ترینګلې کېده او لوېدیځ چارواکي څو اوونۍ له دې مسایلو لېري ول، جرمنیان لومړني کسان ول چې په افغانستان کې یې د قدرت پر سر د یوه لوی جنجال په وړاندې خبرداری ورکړ. -- نیویارک ټایمز لیکلي: پوره یوه اوونۍ مخکې لوېدیځو چارواکو خبرداری ورکړ چې که یو زورور والي د عبدالله په مشرۍ جلا حکومت اعلان کړي، لوېدیځ به له افغانستان سره ټولې مرستې ودروي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت به هم پای ته ورسوي. -- ورځپاڼه وايي، ډېر ژر ثایته شوه چې د جرمنیانو اندېښنه حقیقت لري. د سې شنبې په ورځ د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته دغه افغان والي د یوه موازي حکومت خبره وکړه او ورپسې د عبدالله نورو پلویانو ورته اعلانونه وکړل. -- نیویارک ټایمز لیکي، څه چې ونه ویل شول دا و چې د عبدالله خبرداري یوازې پټکې نه وې بلکې یو عملي پلان و. -- د عبدالله عبدالله د څو مهمو پلویانو او همکارانو په وینا د عبدالله یو شمېر ملاتړ کوونکو لږترلږه په ۳ ولایتونو کې د دولتي ودانیو د محاصره کولو او نیولو پلان جوړ کړی و. دوی دغه راز دې ته تیاري نیولې وه چې د ولسمشرۍ پر ماڼي- ارګ به ورننوځي او یا به محاصره کوي. -- نیویارک ټایمز وايي چې د شمال ټلوالې قومندانانو غوښتل چې پر ارګ دې یرغل وشي. دوی باور درلود چې افغان امنیتي ځواکونه او د ارګ امنیتي ساتونکي به پرې ډزې ونه کړي. -- دغو جهادي قومندانانو باور درلود چې اکثره امنیتي ځواکونه د عبدالله عبدالله پلویان دي او ولسمشر کرزی به ونه کړای شي چې پر هغو کسانو د ډزو امر ورکړي چې پر ارګ برید کوي. -- فضل احمد معنوي نیویارک ټایمز ته ویلي:«زموږ قومندانان وايي، ارګ ته د ننوتو لپاره د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د بریالیتوب سند ته اړتیا نه لرو. په خپله ارګ ته تللی او هغه نیولی شو. که عبدالله امر کړی وای د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول مو څو ولایتونه نیولی شوای.» -- د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ولسمشر بارک اوباما عبدالله عبدالله ته خبرداری ورکړی و چې حتي د واک د غصبولو فکر ونه کړي، درې ورځې دې صبر وکړي چې جان کیري کابل ته ورسېږي. -- معنوي نیویارک ټایمز ته ویلي چې اوباما ډېر ښه کار وکړ که ده دا کار نه وای کړی هر څه به بل ډول و. -- تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home