Friday, July 04, 2014

د طلوع تلويزيون د امرخېل له شخصي سفر نه هم هنګامه جوړوي. --- د طلوع تلويزیون، چې په ټاکنو کې د عبدالله د ټيم د پلويانو مدافع وکيل او کلک سنګر دی، د ټاکنو د کميسيون د دارالانشاء پخواني رئيس ضياء الحق امرخېل پسې راخيستې ده او پراخ پروپاګنډ ورپسې کوي. -- ضياء الحق امرخېل، چې ممنوع الخروج نه دی او نه پر ده باندې د لګول شوو تورنو لپاره کوم رښتينی ثبوت شته، عربي اماراتو ته په يو شخصي سفر تللی. له دې مسألې نه په خبريدو سره طلوع تلويزيون هڅه وکړه، چې دې سفر ته د يوه ناقانونه کړنې رنګ ورکړي. دا غوښتنې يې مطرح کړې، چې سرحدي ځواکونو بايد نيولی وای؛ څنګه د دولت لخوا د سفر اجازه ورکړل شوه، د کابل د هوايي ډګر د رئيس سره يې مرکه درلوده، د هغه هوکې ېې هم تر لاسه کړه. --- د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رئيس یوسف نورستاني سره په مرکه کې يې دا خبره تکراروله، چې امرخيل فرار کرد(!). نورستاني هم سهوه وکړه او ويل يې، چې شايد کدام مشکل داشت که فرار کرد. -- نورستاني، چې تر اوسه کوم ثبوت نلري، دا ډول څرګندونې يې د ځينو ګوندونو او بنسټونو له منفي غبرګون سره مخ شوې. --- د يادونې ده، چې د ضياء الحق امرخيل ژوند په افغانستان کې تر ګواښ لاندې و او د عبدالله عبدالله د ډلې لخوا ورته سخت ګواښونه کيدل. مخکې له دې، د ډاکتر اشرف غني احمدزي پر ځينو پلويانو او دولتي چارواکو باندې هم ترهګريز بريدونه تر سره شول، چې په ډير احتمال سره د عبدالله عبدالله د ډلې پلان بلل کيږي؛ په خيرخانه مينه کې مولوي شين ګل د ډاکتر اشرف غني احمدزي کمپاينر ووژل شو، په مزار شريف کې پر جمعه خان همدرد باندې بريد وشو، چې ۴ تنه ساتونکي يې ووژل شول او همداراز پر معصوم ستانکزي باندې هم ځانمرګی بريد وشو، چې دی روغ ترې ووت. -- روهی ویب - http://www.rohi.af/fullstory.php?id=32033

0 Comments:

Post a Comment

<< Home