Friday, July 04, 2014

امریکایي سناتورانو له اشرف غني او عبدالله سره خبرې وکړې --- امریکایي سناتور جان مککین په کابل کې له اشرف غني احمدزي سره وکتل او دافغانستان دانتخاباتو پر روانې لانجې ورسره وغږیده. جان مککین تردې لیدنې وروسته دولسمشرۍ له بل کاندید عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې. کابل ته دجان مککین ملګرتیا په دې سفر کې بل سناتور لینډسې ګراهام هم کوي. دغه امریکایي سناتوران دجولای په دریمه له هنده کابل ته ولاړل. دوی دچهارشنبه په ورځ هند ته په دوه ورځني سفر تللي وو او هلته یې له هندي چارواکو سره هم دافغانستان په اړه خبرې کړې وې. -- واشنګتن هیله لري چې له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې دهند ونډه پسې پراخه شي. هند هغه هیواد دی چې له افغانستان سره یې شاوخوا دوه میلیارډه ډالر مرستې دطالبانو درژیم له ماتې وروسته کړې دي او په افغانستان کې دهند ډيرې ښکیلتیا ته اسلام اباد اندیښمن دی. -- یو شمیر افغان کتونکي دجان مککین دکابل سفر ته هیلمن دي چې کیدای شي دافغانستان دانتخاباتو لانجه هواره کړي. په ۲۰۰۹کال کې چې کله عبدالله عبدالله دانتخاباتو پر مهال پر بل کاندید حامد کرزي تور پورې کړ چې پراخې درغلۍ یې کړې دي، بیا هغه و چې امریکایی سناتور جان کیري کابل ته راغی او عبدالله یې قانع کړ چې له خپلې غوښتنې تیر شي او ددوهم دور انتخاباتو ته ولاړ نه شي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home