Saturday, July 19, 2014

اشرف غني احمدزي: له هیچا سره ایتلافي حکومت نه جوړوم --- ډاکټر اشرف غني احمدزى وايې، چې دولس په رايو معامله نه کوي او نه هم ايتلافي حکومت جوړه وي. نوموړي وويل: (له عبدالله سره موافقې ته رسیدل اصولي دي اما اصولي پدې معنا نه چې سهامي شرکت او یا هم ایتلافي حکومت منځته راوړو.) -- دغه څرګندوني دولسمشرۍ دټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزى دپکتيکا ارګون ولسوالۍ ته دسفر پرمهال دغونډې ګډونوالو ته کړې دي. -- احمدزي چې دپیښې ځای یې له نږدې وکوت، پېښه دردونکي و بلله او ټپيانو ته يې دژر روغتيا غوښتنه وکړه. دارګون خلکو له اشرف غني احمزي نه مننه وکړه او له هغه یې وغوښتله چې واک ته ورسیږي نو امنیت دي راولي. - بینوا

0 Comments:

Post a Comment

<< Home