Friday, July 18, 2014

کرزي د ارگون له قربانيانو سره د مرستو ژمنه وکړه --- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پکتیکا ولایت د ارګون هغې سیمې ته رسېدلی، چې د تېرې سې شنبې پر ورځ یوې لویې کلېکاږل موټربم چاودنې تر ۴۰ ډېر ولسي وګړي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. -- د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل، حامد کرزي د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې ژمنه وکړه. -- ښاغلي فیضي دا هم وویل، حامد کرزي په برید کې له هغو هټیوالو او خلکو سره هم د مرستې ژمنه وکړه، چې دوکانونه او بازار یې په برید کې له منځه تللي دي. -- حامد کرزي په سیمه کې د ویجاړ شوي جومات او دوکانونو د رغولو په برخه کې له زیانمنو شویو سره هم د نغدي مرستې او ځمکې د ورکولو ژمنه کړې ده. -- ايمل فيضي بي بي سي ته وويل ولسمشر له هغه سړي سره په غېږ روغبړ وکړ چې پنځه زامن يې په هغه پېښه کې وژل شوي و. -- ایمل فیضي زیاتوي، له کرزي سره په دې سفر کې د کابینې ځینې غړي او یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي. -- تېره ورځ (پنجشنبه) د پکتیا په رزمت ولسوالۍ کې د حامد کرزي کلېکاږل پر خاص ګارد وسله والو طالبانو برید وکړ، چې څو ساعته یې دوام وکړ. -- دا برید په هغه سیمه کې شوی و، چې تر ډېره د طالبانو تر نفوذ لاندې ده. -- د کرزي ګارد غوښتل د زرمت له لارې د پکتیکا ارګون ته ولاړ شي او هلته د حامد کرزي د سفر لپاره لاره هواره کړي. - BBC, http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140718_hh-karzai-visits-urgun.shtml

0 Comments:

Post a Comment

<< Home