Sunday, July 13, 2014

بایلونکي کاندید ته به د هیواد د اجرايي چارو مشري سپارل کېږي --- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په متځګړتوب د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو د موافقې پر اساس به هر کاندید چې زیاتې رایې وګټلې، د هیواد ولسمشر وي او بایلونکی ته به د اجرايي چارو مشري سپارل کېږي. -- اشرف غني احمدزي تر دوهم پړاو انتخاباتو مخکې احمدضیا مسعود ته د اجرايي چارو د مشرۍ ژمنه ورکړې وه او تر لومړي پړاو انتخاباتو مخکې یې ویلي و چې د ملي مشارکت حکومت به جوړوي. -- د دوو کاندیدانو ترمنځ د واک د وېش په اړه نه اشرف غني احمدزی او نه یې ټیم څه وايي مګر د عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق ویلي چې د ملي مشارکت معنا دا ده چې که هر کاندید انتخابات وګټل بایلونکي ته به د هیواد د اجرايي چارو مشري سپاري او دوه کاله وروسته به په اساسي قانون کې د بدلون له لارې د صدارت چوکۍ رامنځته کوي. -- ن مخکې تر دې چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ موافقه اعلان شي راپورونه خپاره شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري اشرف غني احمدزي ته وړاندیز کړی چې د احمدضیا مسعود پر ځای د اجرايي چارو چوکۍ عبدالله عبدالله ته ورکړي. -- د احمد ضیا مسعود له قوله ویل شوي و چې نوموړی له دې وړاندیز سره موافق نه دی. -- د ښاغلي غني د انتخاباتي ټیم یوه مشر فیض الله ذکي دا مسله رد نه کړه چې د ملي وحدت د حکومت پر اساس به بایلونکي کاندید ته اجرايي چوکۍ ورکول کېږي یا نه ورکول کېږي خو ویې ویل چې د بدلون او دوام ټیم له پیله د ملي وحدت د حکومت پر جوړولو تاکید کاوه او ویل یې چې ټولو مطرح خواوو ته په حکومت کې ونډه ورکوي.’ -- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې د نړیوالو څارونکو په وړاندې په کابل کې د ټولو رایو پر بیا شمېرلو موافقه شوې خو د ملي وحدت د حکومت او ځینو نورو مسایلو په اړه موافقې تر دې دمه د خبرو ته حده دي او په دې لاره کې زیاتې ستونزې شته چې کار ته اړتیا لري. -- شنونکي وايي، که دواړو خواوو شفاهي موافقه هم کړې وي چې بایلونکي لوري ته به اجرايي چوکۍ ورکوي ښايي وروسته په دې اختلاف رامنځته شي چې اجرايي مشر څومره واک ولري. -- تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home