Monday, July 28, 2014

حشمت کرزی ځانمرګي برید کې ووژل شو --- د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او ولسمشرۍ ته د نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړ حشمت کرزی د اختر پر دویمه د سې شنبې پر ورځ په کندهار کې پخپله کور کې وژل شوی. -- د کندهار د پولیسو ویاند، ضیاء دراني بی بي سي ته وویل، د اختر پر دویمه ورځ (سې شنبې) ګهیځ شاوخوا لس بجې خلک د قومي مشر او د ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حشمت خلیل کرزي کور ته د اختر مبارکۍ لپاره ورتلل، چې په خلکو کې یوه ځانوژونکي زلمي هم ځان تر حشمت کرزي پورې رسولی دی. -- درانی زیاتوي، دغه شاوخوا ۱۶ کلن زلمي پخپل پټکي (لونګۍ) کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي و، چې له حشمت کرزي سره د ستړي مشې او روغبړ پرمهال یې چوولی او حشمت کرزی یې وژلی دی. -- تر اوسه په برید کې د نورو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي. -- حشمت کرزی یو ځوان سیاستوال او په کندهار کې یو مخور سړی و. -- تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې. -- کندهار کې زموږ خبریال مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلېفون پر کرښه وویل، دا لومړی ځل نه دی، چې په کندهار کې دا ډول برید کېږي. -- وړاندې د کندهار پخوانی ښاروال کلېکاږل غلام حیدر حمیدي هم یوه کس، چې په لونګۍ کې یې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو، وواژه. -- همداشان، د کندهار د علماوو د شورا پخوانی مشر هم په ورته پېښه کې د حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي د جنازې د مراسمو پرمهال وژل شوی و. -- حشمت کرزی ولسمشرۍ ته د نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړی و. -- نور جزییات به وروسته پرلیکه شي. --- د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۱۲، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شوری د هغه وخت مشر کلېکاږل احمد ولي کرزی په کندهار کې په خپل کور کې د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی و. -- له هغه سره څلور نور ساتونکي هم وژل شوي وو. -- BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home