Monday, July 28, 2014

دافغانستان دجمهوررئیس حامد کرزي داختریز پیغام متن -- بسم الله الرحمن الرحیم -- مطبوعات عزیز کشور اسلام علیکم --- عیدسعید فطر را به مردم غیور و عزیز کشور تاریخی و رنج دیده ما تبریک گفته، به مسلمانان تمام جهان تبریک گفته از خداوند متعال بحیث یک بنده حقیر شان آرزو داریم به ما لطف کند به جهان اسلام، به مسلمانان صلح، امنیت وترقی نصیب فرمایند. -- امروز خصوصاً به این روز مبارک عید که روز خوشحالی است و روز سرور است به تمام آن کشورهای اسلامی که مردم اش در رنج، نا امنی، جنگ و تروریزم به سر میبرند از خداوند امنیت وصلح میخواهیم. از لیبیا تا پاکستان جهان اسلام در رنج است، هر روز در کشورهای اسلامی صدها شهید وکشته میدهیم. خصوصا امروز ما جهان اسلام وبخصوص مردم افغانستان به یاد مردم فلسطین در غزه هستیم که بسیار بی رحمانه کشته میشوند، شب و روز کشته میشوند در هر ساعت یک طفل آن شهید میشود، به آنها آرزو صلح، امنیت، ترقي و خوشحالی داریم. -- خدای تعالی دې د نړۍ ټول مسلمانان له دې مصیبتونو څخه خلاص کړي او امن دې ورته راولي. او بیا زموږ خپلې خاورې افغانستان ته دې الله تعالی سوله، امن او ترقي راولي. -- ستاسو به په یاد وي چې دانتخاباتو په شپوکې کله چې د انتخاباتو مبارزې وې او کمپاینونه وو، په ټول افغانستان کې الحمد الله خیر او خیریت و، په لکونو او سلهاوو زره افغانان را ووتل کمپاینونه یې وکړل، ټولنې یې وکړې، اجتماعات یې جوړکړل خو الحمد الله یو سړی حتی زخمی هم نه شو او ټول په خیر تېر شول او تر انتخاباتو وروسته کله چې انتخابات ترسره شول کله چې درایې شمیرنه شروع شوه هلته پر افغانستان حملې شروع شوې او شدیدې حملې شروع شوې. په دې څوارلسو کلونوکې زموږ پر هېواد داسې شدیدې حملې نه وې شوې لکه په تېرو دوه میاشتوکې چې وشوې او زموږ امنیتي ارګانونه هره ورځ په دوامداره توګه راپور راکوي چې خارجي تروریستان په ډیره پراخه پیمانه او په ډیر تعداد افغانستان ته داخل شوي دي او دلته پر افغانانو حملې کوي .خو په مقابل کې یې زموږ دخاورې امنیتي او دفاعي قواوې د خپلې خاورې دفاع کوي. ډیر شهیدان مو دامنیتي قواوو او ملکي وګړو ورکړي دي. لکه تل افغانستان په غیرت او همت د خپلې خاورې دفاع ته ولاړ دی. -- ډیر هغه ځوانان د دې خاورې چې د طالب په نامه وژل کیږي موږ د هغوی له کورنیو سره هم غمشریکي کوو او تسلیت ورته وایو. دلته د طالبانو پر مشرانو غږ کوم چې پر افغانانو جنګ بند کړي او د پردیو د تروریستانو د راتګ زمینه ساز نه شي او د افغانستان د نا امنۍ او بې ثباتۍ زمینه ساز نه شي، سولې ته دې راشي او د خپلو وروڼو او خویندو سره دې د امن او عزت ژوند وکړي. -- دافغانستان ملت انتخابات وکړل په میلیونونو رایې ورکولو ته را ووتل. دافغانستان خلک غواړي چې انتخابات یې ژر تر ژره نتیجه ورکړي ترڅو دا خاوره خپل نوی جمهور رئیس او نوی حکومت ولري او کارونه یې په چټکتیا او قوت پرمخ ولاړ شي. -- په دې هیله او دافغانستان او دټولې اسلامي نړۍ د خوشحالۍ او نیکمرغۍ په آرزو مو بیا هم دا اختر مبارک شه. باز هم عید همه تان مبارک باشد. خوشحال و آباد باشید. -- منبع : دفتر ریاست جمهوری افغانستان - د۱۳۹۳ لمریز کال دزمري دمیاشتې۶مه نېټه

0 Comments:

Post a Comment

<< Home