Friday, June 06, 2014

په نورستان کې د لښکر طيبي مخ پټي ډلي فعاليتونه خطرناک بلل سوي ---- د نورستان کامديش ولسوالۍ په جګو غرونو پوښلي ولسوالۍ اوس د افغان ځواکونو، عمومي وسله والو طالبانو د دريمي ډلي مخ پټو وسله والو تر حاکميت لاندي ده، دلته اوس ولسوونه د دريو حکومتونو تر امر او حکم لاندي ژوند کوي. -- د کامديش ولسوالۍ د ډيورنډ کرښي ته ور څيرمه پرته ده وګړي يې تر ډېره په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي خو په دي ولسوالۍ کې د جګړي ښکېلي خواوي پر ځاى موندلو تمرکز کوي. -- د دي ولسوالۍ ارزښتونه ډېر دي ځکه چې په غرونو کې چاپيره سوي ولسوالۍ ګڼو سيمو ته لاري لري او ددي ولسوالۍ هره سيمه يوه ځانګړي مورچه ده. -- اوس دغه ولسوالۍ ته شاوخوا سل تنه داسې مخ پټي کسان ورغلي دي چې تر اوسه يې په دقيق ډول د ډلي نوم نه دى څرګند خو دا ډله تر نورو ميشتو وسله والو ډلو ډېره سخت دريځه ده او په دي ډله کې داسې کسان راغونډ سوي دي چې هم د دولت په ملاتړ کسان نيسي، هم پرې د وژني او خوشي کيدو حکم کوي او هم يې تر دار پوري رسوي. -- د نورستان ولايت والي حافظ عبدالقيوم ددي ډلي په فعاليت خبر دى او وايې چې نوموړي ډلي په دي نژدي ورځو کې دولس تنه هغه طالب قومندانان تر دار پوري ورسول کوم چې د والي په باور د افغانستان د لومړي پړاو ټاکني يې نه وي ګډي وډي کړي. -- دا ډله پر نورو ډلو زيات زور لري او دا ډله ده چې په پټو مخونو کې هر څه کولاى سي. -- افغانستان د ملي امنيت اداري ويلي دي چې ددي ډلي په اړه يې څه نا څه معلومات تر لاسه کړي دي او داسې ښکاري چې دا ډله د پاکستان د لښکرطيبه له ډلي سره اړيکي لري او په افغانستان کې يې فعاليتونه خورا زيات خطر ناکه دي. -- د افغانستان NDSاداره وايې چې ښايې دا ډله نور هم خطرناک کارونه تر سره کړي خو زياتوي چې ددي مخنيوي لپاره هلي ځلي کوي. -- د نورستان والي حافظ عبدالقيوم هم ددي ډلي پراختيا خورا خظرناکه احساسوي او زياتوي چې وړاندي هم يو ځل ده ډله نورستان ته راغلي وه او په دي ولايت کې يې زيات کارونه وکړه خو له بلي خوا بيا له مرکزي دولت څخه غواړي چې ددي ډلي مخه ونيسي. -- د نورستان ګڼ شمېر وګړيو دغه ولايت ته ورغليو خبريالانو ته ويلي دي چې دا سل کسيزه ډله ډېره خطرناکه ده او دولت بايد ددي ډلي د مخنيوي لپاره وروستۍ هلي ځلي وکړي او که چېري يې مخه ونه نيول سي نو ښايې چې دوهم پړاو ټاکني په ښه توګه تر سره نه سي. -- لښکر طيبه په پاکستان کې هغه فعاله خطرناکه ډله ده چې د افغانستان د هرات ولايت د هند د کونسلګرۍ وروستى بريد هم پر همدي ډلي ور تاوان سوى دى. - خبریال دات کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home