Sunday, June 08, 2014

پوهاند محمد حسن کاکړ - افغانان د ډاکتر اشرف غنی ولسمشری ته ضرورت لری --- زمونږ وطن افغانستان هم له غټو ستونزو سره مخ دی او هم د هيلی وړ تحول په کی محسوس دی. ستونزی دا دي چی حکومت په ځان متکی نه دی، خپل ټول عوايد ټولولی نه شی، خپل قوانين تطبيق کولی نه شی، اداری فساد کنترولولی نه شی، او د عادی چارو داجرا دپاره هم باندنيو مالی مرستو ته اړ دی. د وطن پولی هم نامصئونی دی، له ډيرو هيوادونو سره روابط هم د ډاډ وړ نه دی، او يو ډول جنگ هم په کی روان دی. په دی حال کی پانگه په زياد مقدار له وطن نه بيرون ته وړله کيږی. دا ټول سره له دی چی د امريکی حکومت د يو رسمی راپور له مخی د امارت له نسکوريدلو نه وروسته يوازی په ملکی ساحه کی يوسل−او−دری مليارد دالر لگول شوی دی -- په عين حال کی افغانستان کی د هيلی وړ حرکت هم واقعيت لری. دولتی نظام قانونی دی او د انتخاباتو له لاری يو ډول ولسواکی په وطن کی چليږی. د پوهنی او عامه روغتيا په ساحو کی پرمختگ هم شوی دی. اساسی دا ده چی په ملی سويه ويښتيا حس کيږی؛ په نوی نسل کی دغسی ځوانان او ځوانانی هسکی شوی دی چی له عصری تخنيکی وسيلو او عامه رسنيو نه پراخه استفاده کوي. ډير يی په سياسی کلتوری او مدنی ټولنو کی تنظيم شوی دي. په دی ډول په افغانستان کی يوه نوی متوسطه تعليم کړی طبقه ټوکيدلی او اصلاحات غواړی. لا مهمه دا ده چه عامه افغانان ويښ شوی او له حکومت څخه قانونی چلند غواړی. دوی د انتخاباتو په لمړی پړاو کی له سختو شرايطو سره سره يی رأيی واچولی. څه موده د مخه د مشورتی لويی جرگی غړو نژدی په غوڅ اکثريت سره حکومت ته توصيه وکړه چی له امريکا سره امنيتی موافقه لاسليک کړي. دغه موافقه تر اوسه لاسليک شوی نه ده . دا د افغانستان په تاريخ کی د حيرانی وړ يوه بی ساری پيښه ده. خو د ولسمشری آخری نوماندانو هم څرگنده کړی چی په ولسمشر کيدلو سره به يی لاسليک کړی. خو ستونزی غټی او تحول يو نو حرکت دی. د لومړنی هوارول او د دوهمی پياوړی کول د حکومت وظيفه ده. اوس چی د ولسمشر غوره کيدل د ټولټاکلو دوهم پړاو ته رسيدلی د رأی ورکوونکو وظيفه لا ډيره درنده شوی ده، په دی چی دوی يو چا ته اختيار ورکوی چی د پنځو کلو لپاره پری حکومت وکړی. دا هم غټ امتياز او غټ مسئوليت دی، په تيره په اوسنی حال کی چی هيواد له ډيرو غټو ستونزو سره مخ دی. په دغه حال کی دغسی افغان ته ضرورت دی چی د ابتکاری فکر او د غوڅ عمل شخصيت ولری او د قانون پر بنسټ حکومت او چلند وکړی. --- زما په فکر داکتر اشرف غنی د دغی ستری وظيفی لپاره ډير مناسب شخص دی. زه دغه نظر په مسئوليت سره وړاندی کوم په دی چی زه هغه له نژدی څخه پيژنم. مونږ له ثور د کودتا نه د مخه په کابل پوهنتون کی استادی کوله. هغه وخت -- ارواښاد پوهاند سيد بهاوالدين مجروح، ارواښاد داکتر غلام غوث شجاعی، اشرف غنی او ما وخت په وخت سره ليدل؛ په علمی سيمينارو کی مو چی هغه وخت ډير کيدل گډون کاوه او په کورونو کی سره غونډيدلو؛ په درسی، علمی، او ملی موضوعاتو مو سره بحثونه کول. هغه وخت د کابل ښار آزاده هوا د مباحثو دپاره ښه مساعده وه. پوهاند مجروح د همدغسی ژوند له پاره واليتوب پريښود تر څو په پيښور کی د آزادی په لار کی شهيد کړل شو. او داکتر شجاعی چی هغه هم د فلسفی يو با صلاحيته استاد وو د خلقی رژيم په اکسا کی له مينځ نه وړل شوی وو. -- په همدغه وخت کی وو چه ما ښاغلی اشرف غنی له نژدی نه وپيژنده. په لنډ ډول دی ډير قوی ياد لری او تل معقول او منطقی غږيږي. د قانون، اخلاقی اصولو او د ديسيپلين په چوکات کی د ننه ژوند کوی. د سقراط په شان آزادی په قانونی ژوند کی غواړی. له قانون ماتوونکی سره نه جوړيږی، پری باندی غصه کيږی هم. اوس چی ما دی د انتخاباتی مبارزو په تلويزيونی مناظرو کی وليد د پارونکو پوښتنو په وړاندی نه احساساتی کيده. د اشرف غنی دوه مخی توب او ښويه چلند زده نه دی. -- رډ غږيږی، او رښتيا وايی؛ او په خپلو اصولو دومره ټينگ ولاړ دی چی په اړه يی ټوکی هم نه خوښيږی. ډاکتر شجاعی د هغه مشر ورور د حقوقو پوهنځی استاد، ډاکتر احمدشاه غنی ته ويل چی دا ورور دی ډير جدی دی او په ټوکو نه پوهيږی. -- شجاعی د ادب په چوکاټ کی دننه دغسی غوريالی توکمار وو چی جوړه يی ما هيڅ نه ده ليدلی. په هر حال اشرف غنی بی ځايه او سپک نه غږيږی. هيڅ څوک نه شی ويلی چه ده به چاته ضرر رسولی وي. ده چی په اجتماعی ژوند کی هرڅه کړی د نورو د ښی د پاره کړی دي. دی خلکو ته له خدمت کولو سره خاصه علاقه لری. دا به لدی امله هم وی چی د ده لومړنی تخصص په انسان پيژندنه کی وو. -- اوس خو دی د تاريخ، سياست پوهنی، او اقتصاد عالم هم دی. د ماليی د وزير، د کابل پوهنتون د سروال په توگه له دولتی چارو سره هم بلد شوی او د امنيتی ځواکونو د انتقال په بهير کی په وطن کی گرځيدلی او له خلکو سره آشنا شوی دی. -- تر هغه د مخه ده د امريکی د جان هاپکينز په پوهنتون کی ښوونه کړی او په نړيوال بانک کی يی کلونه کلونه خدمت کړی. د همدغو خدمتونو او هم د علمی شخصيت له عمله وو چی دی هم د ملگرو ملتونو د او د نړيوال بانک د مشری د پاره په نظر کی نيول شوی وو. کومی اختصاصی ټولنی دی د نړی د متفکرينو په قطار کی هم نيولی وو. --- اشرف غنی په داسی کورنی کی لوی شوی چی زياتره غړو يی په خدمت کولو کی نوم ايستلی دی. نيکه يی فرقه مشر عبدالغنی خان وو، تربور يی جنرال شاپورِ احمدزوی وو چی په خلقی رژيم کی له مينځه وړل شوی. پلار يی ارواښاد شاه جهان احمدزوی، او يو تره يی ډاکتر عبدالقيوم کوچی دی چه په خلقی رژيم کی هم بندی شوی وو. مشر ورور يی ډاکتر احمدشاه غنی وو چی يو ډير ټينگ ملی شخص، او زما دوست وو. کشر ورور يی حشمت غنی د قوم مشری کوی. ډاکتر اشرف غنی د پراخ نظر خاوند دی. ده د سولی د خوندی کولو په مقصد د ناکامو دولتونو ټينگولو په لار کی کار کړی او په دغه نامه يی د لاکهارت په ملگرتوب يو اثر ليکلی چه د آکسفورد پوهنتون خپور کړی دی. په دغه نامه او په دغه مضمون ما کوم بل اثر ليدلی نه دی. د شوروی اتحاد له منحل کيدلو نه وروسته چی مخ په انکشاف هيوادونو کی ډير دولتونه په خپلو اساسی وظيفو کی پاتی راغلی او نارامی ډيره شوی ده، دغه اثر بين المللی اهميت پيدا کړی دی. په دغه اثر کی دغو ليکوالو، دولتونو او بين المللی موئسسو ته سپارښتنی وړاندی کړی او په کی دا هم ويلی چی (که زمونږ دغه بی ساری نړيواله شتمنی پراخه کيږی هغه ته بايد د ټولو لاس ورسيږی. مصئونيت بايد د نظامی قوت په استعمال سره تضمين نه شی، که څه هم نظامی مداخله به يو وخت بل وخت ضروری وی. مصئونيت به په کاری دولتونو سره يقينی شی په کومو سره چی د سياستونو او مرستو ناکامی په دغسی غبرگ تړون سره لاندی شی چی افراد، حکومتونه، او بين المللی عاملان د مسئوليتونو او وظايفو په ځالو کی سره ونښلوی). -- اشرف غنی چی د نړی د ناکامو دولتونو د سمولو د پاره تجويزونه وړاندی کړی، د خپل هيواد د دولت په اړه به يی لا ډير ژور فکر کړی وی چی د سرطان د کودتا نه را په ديخوا يو ناکام دولت دی. ده پنځه کاله د مخه د (عادلانه نظام لار) په نامه په يو بل کتاب کی د هغه يو عمومی انځور کښلی او په کی يی په مشخص ډول ويلی چی: (اصلی ستونزه په سرچينه کی ده. د دولت کابينه د سرچينی په توگه په دغه فساد ککړه ده). -- بيا نو بيځايه نه ده چی د ده په وينا دغه (دولت د يو کمزوری، غله، او فاسد رژيم په نامه ياديږی). د دغه فاسد دولت اصلی قربانيان د افغانستان خلک دی چی تر اوسه هم د جنگ، نآرامی، بی عدالتی، او زيادتره د غريبی په حال کی ژوند کوی. سره له دی چی په تيرو دوولسو کلونو کی له افغانستان سره دومره ډيری مرستی شوی چی په ټول تاريخ کی دومره مرستی ورسره نه دی شوی . -- اشرف غنی د ولسمشری يوازينی نوماند دی چی د موجودو ستونزو اصلی سرچينه تشخيص کړی او د اصلاح په اړه يی په مناظرو کی خپل نظرونه هم وړاندی کړی. - http://www.taand.com/archives/26056

0 Comments:

Post a Comment

<< Home