Saturday, June 07, 2014

تاند - د اونۍ پوښتنه -- انجينير محمد خان د ډاکټر عبدالله له دسيسې ژوندی راووت/ انجينير فضل هادي فضليار -- د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله د موټرو پر کاروان ننی بمي بريد: --- الف: د هغه د ملاتړي امرالله صالح طرحه او چال و، تر څو عبدالله سره د خلکو خواخوږي زياته شي او د نړيوالو پام ور واوړي؟ : د ډاکټر عبدالله لخوا د خپل لومړي مرسيتال انجينير محمدخان د وژلو هڅه وه؟ --- ډاکټر عبدالله ته د يوې نږدې سرچينې په وينا، له کومې ورځې چې عبدالله ځان د جمعيت اسلامي ګوند کانديد اعلان کړی، نو د هغه او انجينير محمدخان تر مينځ شديد اختلافات پيدا شوي. -- دا اختلافات هله لا پسې زيات شول، کله چې څو ورځې وړاندې دوی عزني ته لاړل او هلته د غزنيوالو له ساړه هرکلي سره مخ شول -- د غزني د غونډې په جريان کې عبدالله په انجينير محمدخان ور برګ شوی و چې ته په خپل ولايت کې يوې غونډې ته دوه سوه کسه نشې راوستلی نو زما لپاره به څومره رايې راټولې کړای شې. --- تر دې ډېر وړاندې، کله چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم ليکنې پروسه روانه وه او انجينير قطب الدين هلال ځان د حزب اسلامي ګوند له لوري کانديد کړ نو عبدالله ويلي و چې د لومړي مرستيال په انتخاب کې تېروتی يم. -- د ډاکټر عبدالله دا ناخوښي هغه مهال لا ډېره شوه، کله چې د کابل د حزب اسلامي ډېرو مهمو غړو د هغه د سيال ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ. -- د ډاکټر عبدالله عبدالله ګوند (جمعيت اسلامي) او د انجينير محمدخان ګوند (حزب اسلامي) له ډېر پخوا راهيسې د شديدې دوښمنۍ له امله يو د بل وينو ته تږي وو، نو ځکه خو د دوی دواړو ائتلاف له پيله چندان محکم نه اټکل کېدو. -- ځيني خلک د احمدشاه مسعود د مشر ورور د وژنې پړه هم پر انجينير محمدخان ورتپي، چې هغه مهال د انجينير حکمتيار د حزب اسلامي د استخباراتو مشر و. -- د احمدشاه مسعود بل ورور احمدضيا مسعود چې اوس د ډاکتر اشرف غني د ټيم غړی دي، ډاکټر عبدالله ته ويلي و چې تا زما د ورور قاتل خپل مرستيال ټاکلی، او ويل کيږي چې د احمدضيا مسعود او ډاکټر عبدالله د اختلاف يو ټکی همدا دی. -- څه موده وړاندې د ډاکټر عبدالله دوهم مرستيال (محقق) هغه ته شکايت کړی و چې که زه درسره نه يم، ته ناکام يې؛ خو د انجينير محمدخان نه شتون درباندې هيڅ تاثير نه لري نو بيا ولې بايد ستا لومړي مرستيال زه نه اوسم؟ -- ډاکټر عبدالله ورته ويلي وو چې اوس څه چاره کولی شو؟ محقق ويلي و چې چاره يې اسانه ده. -- زما په اند، نن ورځ يې غوښتل چې د انجينير محمد خان چاره وکړي خو د خداي (ج) خوښه به نه وه. -- ځيني داسې راپورونه هم شته چې ډاکټر عبدالله په اريانا کابل هوټل کې تر وينا وروسته، په يوه عادي صرف موټر کې له هوټله وتی او د بريد پر مهال د موټرو په کاروان کې نه و. -- د يادونې وړ ده چې په ننۍ پېښه کې د انجينير محمدخان موټر تر ټولو ډېر ويجاړ شوی او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په اعلاميه کې ويل شوي چې مرګ ژوبله د انجينير محمدخان ساتونکو ته اوښتې. --زما لپاره پوښتنه داده که انجينير محمدخان له مينځه تللای وای نو عبدالله به څوک خپل مرستيال ټاکلو؟ استاد سياف، ګل اغا شېرزي، زلمي رسول او که دوي ته ورته کوم بل څوک؟

0 Comments:

Post a Comment

<< Home