Sunday, June 01, 2014

له طالبانو سره یوازینی بندي امریکايي پوځي تبادله شو --- په افغانستان کې د طالبانو له لوري یوازینی اسیر شوی امریکايي پوځي باو بریګدال (Bowe Bergdahl) خوشي شو. -- بریګدال، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال طالبانو نیولی و، پرون /شنبه/ خوشي شو -- د این بي سي تلویزیون د راپور له مخې امریکايي چارواکو وویل: بریګدال، چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې له لوري ساتل کېده، د ګوانتنامو په زندان کې له ۵ طالب بندیانو سره تبادله شوی دی. -- بریګدال د ۲۰۰۹ میلادي کال په جون میاشت کې د افغانستان د ختیځ په پکتیکا ولایت کې د امریکايي پوځیانو له اډې له یوه قطب ښود او یو بوتل اوبو سره په خپل سر وتلی و چې د طالبانو لاس ته ورغی. -- نوموړی یوازینی امریکايي پوځي دی چې په تېرو ۱۲ کلونو کې طالبانو ته ژوندی په لاس ورځي. -- امریکايي چارواکي وايي چې بریګډال په افغانستان کې ورسپارل شوی دی. -- په همدې منځ کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د طالبانو پنځه بندیان له ګوانتنامو څخه دوحې ته لېږل شوي او قطري چارواکو ته سپارل شوي دي څو طالبانو ته یې تسلیم کړي. -- ورځپاڼه وايي، سره له دې چې دا ۵ طالبان خوشي شوي خو د هغوی پر سفر د بندیز له کبله به د اوس لپاره په قطر کې وي. -- ورځپاڼه وايي، بریګدال وروسته له دې خوشي شو چې د امریکا ۱۸ خاصو پوځیانو د طالبانو له استازو سره نن سهار وختي په افغانستان کې ولیدل. ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له قوله وايي چې د بریګدل روغتیايي وضعه ښه ده. --- اوباما بریګدل ته هرکلی ووایه -- دامریکا ولسمشر بارک اوباما خپل هیواد ته د بریګدال د بېرته ستنېدو هرکلی وکړ، ویې ویل:«دا ویاړ مې په برخه شو چې د ده مور و پلار ته خبر ورکړم او په خوشالۍ ورته ووایم چې بریګدال روغ جوړ خپل هیواد ته راروان دی.» -- اوباما همداراز وویل چې د بریګدال په خوشي کېدو کې باید دقطر دامیر مننه هم وشي چې دامریکا او طالبانو ترمنځ یې په منځګړتوب کې برخه واخیسته. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home