Saturday, May 31, 2014

پاکستاني جنګي الوتکو پر افغان خاوره بمباري کړي ده --- سره له دي چې د افغانستان پر خاوره د پاکستانيو ځواکونو له لوري راکټي بريدونو زور اخيستى ور سره سم د دغه هېواد جنګي الوتکو پر افغان خاوره بمباري کړي ده. -- دغه بريد نن سهار شاوخوا پنځه بجي سوى دى او ددي ولايت امنيتي مسولينو تاييد کړى دى. -- د کنړ ولايت د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو د دفتر مشر فرید الله وايې چې د پاکستان جنګي الوتکو د کنړ پر دانګام ولسوالۍ بمباري کړي ده او په ترڅ کې يې مرګ ژوبله را منځته کړي ده. -- په لومړنيو راپورنو کې ويل سوي دي چې په دي بمبار کې څلور تنه ولسي افغانان وژل سوي دي خو د کنړ د امنيي قومندانۍ وايې چې مرګ ژوبله سته ده خو په اړه يې کره جزيات په لاس کې نه لري. -- د کنړ والي شجاع الملک جلاله وايې چې دا بمباري له نن سهاره پيل سوي او دا مهال هم دوام کوي. -- دى وايې چې ددي بمبار پر مهال تر اوسه د څلورو تنو د وژل کيدو خبر ورکول سوى دى او ښايې دا مرګ ژوبله نوره هم لوړه سي. -- پر کنړ د پاکستانيو ځواکونو له لوري پر داسې وخت بمبار کيږي چې له دي وړاندي افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره د ټليفوني اړيکي پر مهال د پاکستانيو پوځيانو د راکټي حملو په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړي وه. -- د پاکستان ځواکونه د تېري يوي اونۍ را په دي خوا پر افغان خاوره څه باندي شپږ سوه راکټونه توغولي دي چې په ولسي جرګه کې ددي ولايت استازو يې د اته ويشت تنو د مرګ ژوبلي خبر هم ورکړى وو. -- د پاکستان وروستۍ حملي په افغانستان کې د ټاکنو د دوهم پړاو په درشل کې کيږي. -- پاکستان خپل دا بريدونه د تېرو دريو کلونو را په دي خوا روان ساتلي دي او په دي بريدونو کې يې افغانانو ته نه يوازي مالي بلکي زيات ځاني زيانونه هم اړولي دي. -- د پاکستان د وروستيو بريدونو په اړه افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو له قومندان جنرال جوزيف ډانفورډ څخه هم توضيحات غوښتي وه خو نوموړي قومندان په دي تړاو ناخبري ښودلي وه. -- عام افغانان او افغان حکومت د پاکستان راکټي حملو سخت انديښمن کړي دي په داسې حال کې چې افغان حکومت اوس هم د ديپلوماتيکو لارو نه ددي موضوع په اړه هڅي کوي. - خبریال ډات کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home