Tuesday, June 03, 2014

کرزی: دولتي چارواکي دې بې پرې وي - دعبدالله په دفتر کې دچارواکو غونډه --- دافغانستان ولسمشر حامد کرزي په یوه فرمان کې له دولتي چارواکو غوښتي چې دولسمشرۍ دانتخاباتو په دوهم پړاو کې د چا ملاتړ ونه کړي. دولسمشر کرزي له دې فرمان سره په یووخت په ټولنیزو رسنیو کې دعبدالله عبدالله دانتخاباتو په دفتر کې دکرزي دلومړي مرستیال، دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو عکس خپور شو چې دټاکنو په اړه سلا مشورې کوي. -- همداراز دپکتیا والي جمعه خان همدرد دافغانستان په شمالي ولایتونو کې له جنرال دوستم سره په انتخاباتي غونډو کې ولیدل شو. دولسمشر کرزي په فرمان کې ویل شوي چې چارواکي دې خلک نه هڅوي چې چا ته رایې ورکړي او نه به کوم ځانګړي کاندید ته اسانتیاوې برابروي. کرزي په خپل فرمان کې دا هم ویلي چې چارواکي حق نه لري چې دانتخاباتو خپلواک کمیسیون ته څوک دکارکوونکي په توګه معرفي کړي. -- دانتخاباتو خپلواک کمیسیون دحمل دشپاړسمې نېټې دولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپل یو شمېر کارکوونکي ددرغلیو له کبله له کاره وایستل او دهغو پر ځای یې دنویو کسانو په ګومارلو پیل کړی دی. دولسمشر حامد کرزي په فرمان کې دا هم ویل شوي چې حکومتي چارواکي له وسلو او ساتونکو سره دخپلو رایو داستعمالولو لپاره درایو مرکزونو ته دتلو حق نه لري. په فرمان کې ویل شوي چې که چا ددې فرمان سرغړونه وکړه عدلي او قضايي اورګانونو ته به معرفي شي. -- دا هغه خبره ده چې ګومان نه کېږي څوک ورڅخه وبېرېږي ځکه چې څوک ګومان نه کوي چې حکومت یې د عملي کولو توان او اراده ولري. نن په ټولنیزو رسنیو کې دولسمشر دلومړي مرستیال یونس قانوني، دفاع وزیر بسم الله محمدي، دبلخ والي عطا محمد نور او څو نور وزیرانو عکسونه خپاره شول چې دعبدالله عبدالله په انتخاباتي دفتر کې دټاکنو ددوهم دور په اړه خبرې کوي. -- همدې حال کې دولسمشرۍ دواړه کاندیدان خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام ورکوي. عبدالله عبدالله نن بادغیس ولایت ته لاړ او دخپلو پلویانو په غونډه کې یې ګډون وکړ. اشرف غني احمدزی جوزجان او فاریاب ولایتونو ته لاړ او په دواړو ولایتونو کې یې دخپلو پلویانو په غونډو کې خبرې وکړې. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home