Monday, June 02, 2014

په افغانستان کي دماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه --- په افغانستان کې څه دپاسه ۶ ملیون ماشومان له ښونځیوو نه بې برخې دي. ۴۶ په سلو کې نجوڼې په کم عمر کې ودونه کوي. دملګرو ملتونو دماشومانو صندوق دماشومانو دورځې په مناسبت په کم عمرکې دودونو دمخنیوي کمپاین پیل کړو. دماشوم نړیواله ورځ په افغانستان کې ځای ځای ولمانځل شوه دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې څه دپاسه ۶ ملیون تنه ماشومان له ښونې روزني نه بی برخې دي چې دهیواد دکار او ټولنیزو چارو وزارت ورته د(خطر سره مخ ماشومانو) خطاب کړی دی. -- لوږه، بیروزګاري، بې سرپرستي، سخت او شاقه کارونه د ډیریو افغان ماشومانو دورځني ژوندانه ملګري دي. خو ددې تر څنګ هغه څه چې دماشومو افغانو نجوڼو تر ټولو غټه ستونزه ده. هغه په کم عمر کې ودونه دي چي له امله یی ماشومه په بیلابیلو رنځونو اخته کیږي او تر ډیره بریده دماشوم دزیږون په مهال خپل ژوند هم له لاسه ورکوي. په افغانستان کې دملګرو ملتونو دماشومانو دصندوق (یونسیف) مشر ښاغلي اکیل لیر وایي سازمان یې سږکال دماشوم دنړیوالې ورځې شعار (په کم عمر کې دودونو مخنیوی) ټاکلی دی. -- دښاغلي لیر په وینا هر ماشوم حق لري خپل دماشوم توب له خواږه عمر نه خوند واخلي خوپه کم عمر کې واده ډیری ماشومان له دغه خوند نه بې برخه کوي او په سختو کړاونو یې اخته کړي دي. هغه داسي وايي: ،،په ټوله نړۍ کې له هرو دریو ښځو نه یوه یې تر ۱۸ کال نه په کم عمر کې واده کوي. خو دغه کچه په افغانستان کي خورا لوړه ده ۴. په سلو کې نجوڼې تر ۱۸ کلنۍ او ۱۵ په سلو کې تر ۱۵ کالو نه په کم عمر کې واده کوي دا داندیښڼې وړ ده او باید دهغه په وړاندی اقدام وکړو.،، -- دیونسف داداري په وینا ددغه مبارزې لپاره باید ټول ماشومان ښونځو ته ورشي، دښځو دملاتړ او خوندیتوب شبکې پیاوړي شي، او باید ډاډ را منځته شي چې دهیواد قوانین ددغه مبارزې ملاتړ کوي چي دافغانستان دکار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا یواځې په کابل ښار کې ۳۷۰۰۰ تنه ماشومان په سړکونوکار کوي چې دهرو ۹ ماشومانو نه ۳ تنه یې دسوالګرۍ له لارې روزي ګټي. دغه وزارت د ۵ کالو په اوږدو کې څه دپاسه ۳ ملیون تنه ماشومان خوندي کړي او ورنه یې ملاتړ کړې. خو دښڼونکو په وینا دا ملاتړ هم دبې وزله، بې کوره بې سر پرسته او لوږو ماشومانو دژوندانه دښه تیریدو لپاره چندانې اغیزمن ندي ثابت شوي. -- دکار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند وايي دماشومان دکار دمنعې لپاره زیات شمیر نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی. هغه داسي وايي: ،،موږ د ملګرو ملتونو ۱۸۲ کنوانسیون ځکه لاسلیک کړی چې دکار بد شکلونه او دماشومانو کار په هیواد کې منعه کړو. زموږ اساسي قانون هم دماشوم کار او بیا شاقه کار نه مني زموږ قوانین تر ۱۸ کلنۍ دماشوم کار ته اجازه نه ورکوي.،، خو ددغو قوانینو سره سره افغان ماشومان کار کوي او حتا شاقه کار هم کوي دخښټو په بټیو کې کار، مستري ګري، موټر وینځل، خیاطي او هر کار چي په مخ ورشي دخپلو کورنیوو دتمویل په خاطر یې کوي. -- محمد غني همداسې یو ماشوم دی هغه موټرونه وینځي او داسي وايي: ،،ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار کوم پلار می کاردرلود خو هغه یی له کاره ایستلی دی زه ۱۲ کلن یم او په کورنی کی مو ۱۴ تنه شته دی.،، وړوکې مصطفی بیا د ۹ کالو دی او دخیاط شاګرد دی. هغه داسي وايي: ،،له خیاط سره شاګرد شوی یم چی یو څه زده کړم او کورنۍ ته کار وکړم موږ په کورنی کی ۷ تنه یوو او یواځی پلار می کار کوي.،، افغان ماشومان وايي دځان په شان خپل ډیری ملګری هم وینی چي کار کوي او دکورنی لپآره روزي ګټي او ځینو لپآره خو زده کړه او ښونځۍ یوازی یو ارمان دی او بس. - دامریکا غږ

0 Comments:

Post a Comment

<< Home