Monday, June 02, 2014

مظاهره چیان: افغان حکومت دې دپاکستان بې ننګه حملو په اړه م.م ته شکایت وکړي --- کابل ښاریانو دافغانستان پر کونړ ولایت دپاکستان دراکټونو او هوايي حملو پر ضد او دکونړ دخلکو په ملاتړ مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو چې شمېر یې سلګونو ته رسیده له افغان حکومته وغوښتل چې دپاکستاني ځواکونو دتیریو پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي. له څو کلونو راهیسې پاکستاني ځواکونه دکونړ پر بېلابېلو سیمو راکټي حملې کوي او وړمه ورځ یې هوايي حملې هم پیل کړې، چې په کې ملکي افغانانو مرګ ژوبله اوښتې. مظاهره چیانو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، دعیدګاه جومات مخ ته راټول شوي و او دپاکستان پرضد یې شعارونه ورکول او دهغه هېواد بیرغ ته یې هم اور واچاوو. -- دمظاهرې ګډونوالو دافغانستان دکونړ ولایت په بېلابېلو سیمو د پاکستان حملې په کلکه وغندلې او هغه یې دافغانستان په ملي حاکمیت ښکاره تیری وباله. دغو مظاهرچیانو افغان حکومت نه په ټینګه وغوښتل چې دپاکستان پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او ددغه هېواد حملو ته ځواب ووايي. دمظاهرې په پای کې دمظاهرې تنظیموونک ,نهه ماده یي پریکړه لیک ولوست چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي: ″له افغان حکومته غوښتنه کوو چې دملګرو ملتونو دامنیت شورا ته دپاکستان دبې ننګه حملو په اړه چې په کونړ یې کوي شکایت وکړي، امریکا باید دپاکستان په اړه خپل دریځ روښانه کړي، همدا راز نړېوالې ټولنې او په نړېوالو سازمانونو غږ کوو چې دپاکستان له خوا غیرې اسلامي او غیرې انساني حملې چې دافغانستان په خاوره کیږي دوی باید په دې مساله کې چوپه خوله پاتې نه شي.″ -- له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستاني ځواکونه دکونړ ولایت په سرحدي ولسوالیو راکټي حملې کوي او دشبنې په ورځ یې دلومړي ځل لپاره هوايي برید هم کړی وو. دغو حملو په وار وار دافغان حکومت او دعامو افغانانو غصه راپارولې او حکومت په دې اړه پاکستان ته اعتراضونه کړي خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې. مظاهره چیانو وايي، که چیرې پاکستان خپلې حملې ونه دروي، نو حاضردي چې له افغان ملي ځواکونو سره یوځای له خپلې خاورې دفاع وکړي. -- دمظاهرې دوو تنو ګډونوالو ایمل ساپي او عطاالله حیران په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل: - ″۱:ــ که پاکستان خپلو دا ډول کړنو ته دوام ورکړي، افغانان حاضر دي چې ددوی پر وړاندې ودریږي او له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي. -- ۲:ــ که بیا هم زموږ غږ وانه ورېدل شي موږ چمتو يو له افغان ملي ځواکونو سره یوځای ودریږو او خپلې خاورې څخه دفاع وکړو.″ -- تېره ورځ مشرانو جرګې هم له افغان حکومت نه وغوښتل چې پر افغانستان دپاکستان دحملو پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي. وروستي راپورونه ښيي چې ددوشنبې په ورځ هم پاکستاني ځواکونو په کنړ باندې لسګونه توغندي توغولي. -- دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home