Wednesday, June 25, 2014

محور ورځپاڼه -- ډاکتر عبدالله انتخاباتي پروسه تخریبوي --- ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې عبدالله عبدالله د یوې منظمې ستراتيژۍ له مخې هڅه کوي، انتخاباتي بهیر پایمال شي. -- سره له دې چې استعفا ته د انتخاباتو کميسیون د دار الانشا د ريیس ضیاالحق امرخېل په اړ ایستلو کې د یونما لاس لرل نشي ردېدلای، خو دغه منځګړی لاهم ندی توانېدلی، چې عبدالله عبدالله د ټاکنو بهیر له اخرې مرحلې سره پخلا کړي. د ټاکنو کميسیون د چارواکو په خبره د عبدالله دويم شرط هم منل شوی، چې د خوست، پکتیا او پکتیکا د زیاتو رایو بیاګڼل ممکن شوي، خو عبدالله عبدالله د انتخاباتو د نتیجې له منلو د تېښتې متفاوتې او شېبه په شیبه سنجول شوې لارې لټوي. -- د یو نسبي تخمین له مخې له ژورې کتنې او تفتیش وروسته بیا به هم د عبدالله عبدالله رقیب له نوموړي څخه له اووه ان تر نهه سوه زره رایو تفاوت ولري. دغه حالت عبدالله پاروي، چې د ناکامۍ منلو پرځای پروسه د مشروعیت له ننګونو سره مخ کړي. په همدې حال کې له همپالنې ټيم څخه تازه ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د شمالي ټلوالې د منځنۍ کچې ډېری قوماندانان له ضیا مسعود سره د اړیکو جوړولو په هڅو بوخت دي او دې وضعیت د عبدالله لوری له خطر سره مخامخ کړی دی. ددغو قوماندانانو له قوله خپاره شوي تازه معلومات په ډاګه کوي، چې عبدالله په هېڅ ډول د اشرف غني احمدزي بری نشي زغملای او په یوه خپل منځي غونډه کې یې ویلي، چې د غني تر بري به د اوسني حکومت دوام ته ترجیح ورکړي. دغه قوماندانان د عبدالله دا تګلاره د انتخاباتي بهیر د تخریب ستراتيژي بولي او ادعا کوي، چې د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح یې طراح دی. -- معلومات همداراز په ډاګه کوي، چې د عبدالله عبدالله له دې تګلارې سره د سولې شورا مشر او د جمیعت ګوند سرپرست صلاح الدین رباني په کلکه مخالفت ښودلی دی. صلاح الدین رباني یو له هغو کسانو دی، چې د ولسمشر کرزي د لورینې په ترڅ کې په بل حکومت کې هم خپل ځای لیدلای شي، خو له دې سره د انتخاباتو له بهیره بایکاټ له ولسمشر کرزي سره د خپلې وفادارۍ په تاوان ويني. -- ددغو قوماندانانو اکثره یې چې له ضیا مسعود سره هم ښې اړیکې لري او د عبدالله د ناکامۍ په اړه باوري شوي، اوس هڅه کوي، د ضیامسعود لوری ونیسي او په دې توګه د همپالنې تنظيمي ملاتړ کاواکه کوي. -- له بل لوري، سره له دې چې عبدالله او ځینې محدود ملګري یې د ټاکنو بهیر په اړه یو مشخص دريځ تعقیبوي، د حاجي محمد محقق، زلمي رسول او د حزب اسلامي د ځینو قوماندانانو غږ تت دی. د ولسمشر کرزي دویم مرستیال په وروستیو ورځو کې څو ځله له محمد محقق سره کتلي او په ټاکنو کې یې د هزاره حوزې د برخلیک په اړه ترمنځ بحثونه شوي دي. --- د زلمی رسول او ځینې نور پلویان یې هم د ټاکنو له بهیر سره د قانوني چلند پلویان دي او په عبدالله عبدالله فشار راوړي، چې د ولسمشر کرزي په وساطت د مشارکت لپاره له خپل انتخاباتي سیال سره جوړجاړي ته غاړه کېږدي، خو د عبدالله عبدالله له لوري د انتخاباتي پروسې د تخریب په صورت کې به زلمی رسول یو له هغو کسانو وي، چې په نړیواله کچه د همپالنې دا ډول دريځ د خپل سیاسي حیثیت په زیان ويني او له عبدالله عبدالله څخه لاره جلا کړي. -- د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له مشرانو سره د ملګرو ملتونو د سیاسي نماینده ګۍ دوه ورځني بې نتیجې بحثونه دغه بهیر یوې نوې مرحلې ته داخلولی شي. -- داهغه وخت دې، چې د یونما مشرتابه د عبدالله عبدالله د غوښتنو په اهمیت غور وکړي او د نوموړي دخوښې وړ حل لارې د نشتوالي له کبله یاد فرمایشونه له پامه وغورځوي. -- په هرصورت ملګرو ملتونو ته د عبدالله عبدالله ترخوشالۍ د انتخاباتي پروسې نجات اهمیت لري او اړ دي، چې ددویمې چارې په ترسره کولو خپل نړیوال حیثیت خوندي کړي.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home