Sunday, June 22, 2014

په واک کې د عبدالله عبدالله د شراکت برنامه --- تر شپږو زیات کورني او بهرني چینلونه هڅې کوي، چې اشرف غني‌ احمدزی د ایتلافي حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي. د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو تجربه په ډاګه کوي، چې د ملګرو ملتونو دفتر د جوړجاړي تر ټولو ځواکمنه مرجع ده، چې د کاندیدانو تر شا د ولاړو ملکونو خبره ځای ته رسوي او هم بایللي ‌کاندید ته با ارزښته لابي‌ کوي. -- د ټاکنو د دویم دور احتمالي ‌بریالي کاندید اشرف غني‌احمدزي پلویان وايي، ملي حکومت به جوړوي، خو په واک کې د عبدالله عبدالله شریکول د حکومت د ملي‌ کولو مانا نلري. -- د ټاکنو کمېسیون سرچينې وايي، د دواړو کاندیدانو ترمنځ د یو نیم میلیون رایو تفاوت دی، که په هره ډېره بې انصافۍ د درغلیو په پلمه رایې باطلې شي، بیا به هم د اشرف غني‌احمدزي‌ رایې له عبدالله سره د اته سوه زره په شاوخوا تفاوت ولري. -- مخکې تردې چې د شنبې په سهار د اصلاحاتو او همپالنې پلویان د اعتراض په دود د کابل سړکونو ته راووځي، په ماښام یې ملګرو ملتونو دفتر له انتخاباتو کمېسیون وغوښتل، چې د ټاکنو د قسمي پایلو اعلان وځنډوي. -- دغه ځنډ په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو او انتخاباتي کميسیونونو پرضد خلک راپارولي‌ دي. دوی وايي، د خلکو رایو ته درناوی نه کېږي او هر څوک چې د زور مانور کولای شي، خلک ویرولی شي، سیاسي پریکړې یې د رضایت لپاره انتظار وي. -- خو د شنبې په سهار هغه خیمې له خلکو تشې وې، چې د اعتراضونو په دود د کابل په واټونو کې لګول شوې وې. تر ټولو لویه مظاهره د دهمزنګ په سړک وه، چې د اویا په شمېر ځوانانو په لاس کې د روند سبز شنې جنډې لېږدولې او د کمېسیونونو پر ضد یې شعارونه ورکول. په دغو لاریونونو کې د کابل هغه کارګر ځواک هم برخه لرله، چې د کابل د کوټه سنګي او خیرخانې په چوک د روزمزدورۍ لپاره ټوله ورځ ګرمۍ ته تېروي، کارګرانو د شنبې په ورځ ۵۰۰ افغانۍ اجوره ترلاسه کړه. -- د کابل باغ وحش مخې ته راټولو لاریون کوونکو کې هغه معتادین هم ترسترګو کېدل، چې د کابل په لویدیځ کې یې تر پله لاندې خپل سری کمپ جوړ کړی دی. -- لاریون کوونکو د مشهورو قوماندانانو په نامه د زنده باد شعارونه ورکول، په دوی کې تر ټولو نوموتی یې امان الله ګذر و، چې د عبدالله په پلويتوب یې تر ټاکنو دوه ورځې مخکې خلک ګواښلي‌ و، چې که عبدالله عبدالله ته رایه ورنکړي، نو له شمالي ډنډ څخه دې کډې بار کړي. ویل کیږي، دغه قوماندان په کابل کې د یو خصوصي تلویزیون مالک هم دی. -- تر لاریونونو مخکې په ټول کابل د وېرې خپسه خپره وه، مارکېټونه تړلي وو او ډېر لږ شمېر خلک د کار او دندې په نیت له کورونو بهر وتلي وو. -- ډېری ښاریانو د عبدالله عبدالله د پلویانو له مانور څخه شکایت کاوه. په کوټه سنګي کې د مرمر ډبرو یو دکاندار چې خپله رایه یې عبدالله ته ورکړې وايي:‌ ((موږ هېر کړي، چې د کابل جنګونه چا، څنګه شروع کړل.)) -- رپوټونه وايي، ملګري ملتونه او ارګ د عبدالله عبدالله په پلوۍ د هغو تبليغاتو تر شدید ډار لاندې مشروع پروسې ته زیان رسوي، چې باید پکې د خلکو اصلي رایه ټاکونکې واوسي. -- ګڼ تلویزيوني چینلونه د بحران په پلمه د اصلاحاتو او همپالنې شعارونو ته یو اړخیز انعکاس ورکوي. دوی د بیان له ازادۍ او ډیموکراسۍ په پلمه پارونکې خپرونې کوي، خو بل خواته د اصلاحاتو او همپالنې له پلویانو تر سلو کم کسان د دغه ډلې په ملاتړ سړکونو ته راووتل، دوی حتی د پولاوونو هغه دیګونه تش نکړای شول، چې د څلورو خیمو څنګونو ته همپالنې کمپ پاخه کړي‌ وو. -- شنونکي‌ وايي، د ټاکنو د قسمي پایلو ځنډ ښايي، د پردې ترشا نوې معاملې ته لاره هواره کړي، چې د اشرف غني ‌پلویان یې له خپل کاندید څخه انتظار نلري. هغه رایه چې د غني په ګټه کارېدلې له جنګسالارانو او له حکومتي مافیا څخه د خلاصون په موخه وه، خو د سیاسي څېړونکو په باور که غني‌ له دوی سره ایتلاف ته غاړه ماته کړي، دا به په ټاکنو کې د خلکو د طبیعي ګډون کلتور په اینده ناوړه اغېز ولري. -- د لومړي دور ټاکنو په پایله کې د بریتانیا په شمول ځینو هېوادونو هڅه کوله، چې د ټولو نوماندانو یو مشارکتي حکومت جوړ شي، دغه کاندیدان ټول یې په دوه انتخاباتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي، خو اوس رپوټونه په ډاګه کوي، چې روسیه، ایران، چین او هندوستان هڅه کوي، په واک کې د عبدالله عبدالله شراکت تر ۴۰ سلنې وي. -- له بل لوري ډېری شنونکي ولسمشر کرزی ملامتوي، چې د شکایتونو کمېسیون حقوقي حیثیت یې د تېر په څېر پایمال کړ او په ناقانونه ډول د ملګرو ملتونو یا خپلو معاونینو د وساطت فرمایش یې رامخ ته کړی دی. دوی شک لري، چې د پردې ترشاه د ایتلافي حکومت طرحه له وړاندې جوړه شوې وه او د ملي مصلحت په نامه غني د ځان په څير د جنګسالارانو په حلقه کې را اېسارول غواړي. - روهی ویب

0 Comments:

Post a Comment

<< Home