Saturday, June 21, 2014

یوناما, ،کمیسیون او اشرف غني د م.م. له خوا د انتخاباتي بهیر له څارلو سره موافقه وکړه --- د ولسمشرۍ مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي، په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ملګروملتو له لارې د افغانستان په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله له لوري د راپورته شوي جنجال له حل کولو سره موافقه ښکاره کړه. -- وروسته له دې چې د جمعې په ورځ ولسمشر کرزي وویل چې د عبدالله عبدالله دا غوښتنه مني چې د انتخاباتو د درغلیو مسله دې د ملګروملتو یو پلاوی وڅېړي، ملګروملتو وویل چې د دې لانجې حل ته تیار دي. -- خو ملګروملتو شرط ایښی چې د افغانستان د انتخاباتو د مسلې په حل کې په هغه صورت کې مرسته کوي چې د پروسې مشري د افغانانو په مشرۍ وي او ټولې خواوې موافقې وي. -- عبدالله عبدالله هم نن په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره وکتل او پر دې موضوع یې خبرې ورسره وکړې. -- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم نن وویل چې د ملګروملتو له لوري د انتخاباتي بهیر د څارلو او په دې پروسه کې د دې موسسې د رول هرکلی کوي. -- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس محمد یوسف نورستاني نن په یوه خبرې غونډه کې وویل، د انتخاباتو د قسمي پایلو اعلان ځکه ځنډول شوی چې په دې پروسه کې لا زیات شفافیت رعایت شي. -- نوموړي وویل چېدانتخاباتوپهپروسهکېدراپورتهشوېستونزېدحللپاره دا مهال د ملګروملتونو، افغان حکومت او د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبداللهترمنځ خبرې دوام لري. -- د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي ظاهر زهیر بیا وویل چې انتخابات سم ترسره شوي او د انتخاباتي چارو مسوولیت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او دغه راز د انتخاباتي شکایتونو په غاړه دی. -- خو ده په عین حال کې په دې مسله کې د ملګروملتو له رول سره مخالفت ونه کړ. --- له بلې خوا نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه بل ویندوی صدیق پتمن وویل:«موږ د رایو په شمېرلو کې د ملګروملتو له څېړنې او څارنې سره کومه ستونزه نه لرو. هره موسسه او ټولنه چې غواړي په دې برخه کې څېړنه وکړي موږ یې هرکلی کوو.» -- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی وحید عمر وویل:«څه چې زموږ لپاره مهم دي دا دي چې پروسه باید اعتبار او مشروعیت ولري. ښاغلی عبدالله په دې موضوع د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره خبرې کوي.» -- د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې تراوسه 80 فیصده رايې سیسټم ته داخل شوي او یواځي 20 فیصده نورې رايې پاتې دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home