Tuesday, June 17, 2014

عبدالله: سیال مې یو میلیون رایي مخکې دی --- د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ وویل چې سیال یې په دوهم دور انتخاباتو کې تر ده یو میلیون رایي مخکې دی او دا ځکه چې پراخې درغلۍ شوې دي. --- عبدالله عبدالله په داسې حال کې د پراخو درغلیو تور پورې کوي چې د دوهم دور د انتخاباتو لپاره د اروپایي ټولنې څارونکی پلاوی وایي چې د لومړي دور د انتخاباتو په پرتله دا ځل د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لږ درغلۍ شوې دي. -- عبدالله عبدالله خبریالانو ته په کابل کې وویل، ما تل دا خبره کوله چې زما سیال تقلب دی. د شمال ایتلاف دغه پخواني مخکښ غړي د خپل سیال اشرف غني نوم وانخیست خو د ده اشاره دې ته وه چې د اشرف غني ملاتړیو درغلۍ کړې دي او په انفرادي ډول هغو کسانو درغلۍ کړې دي چې له ولسمشر کرزي سره ارتباط لري. -- په لومړي پړاو انتخاباتو کې عبدالله ۴۵٪ رایې خپلې کړې وې، چې څه باندې ۱۳٪ یې تر اشرف غني رایي ډیرې وې. هغه وخت د اشرف غني د انتخاباتي کمپاین غړیو ویل چې د دوی رایي پاکې دي او پراخې درغلۍ شوې دي. -- د هغو ابتدایي رپوټونو له مخې چې د عبدالله ډلې ترلاسه کړې دي د شنبې د ورځې له انتخاباتو له رایو داسې ښکارې چې اشرف غني نژدې یو میلیون رایي مخکې دی. -- عبدالله وویل « څرنګه کیدای شي چې د هیواد په یوه برخه کې وضعیت په ډراماتیک ډول یو دم بدل شی، خلک خپل ذهن بدل کړي، دوی ټول راووځي او رایي ورکړي» -- رسمي ابتدایي نتیجې لا نه دې اعلان شوې او د جولایي تر دوهمې به اعلان نه شي. د اشرف غني د کمپاین غړیو عبدالله ته خبرداری ورکړ چې د انتخاباتو د نتیجې له نه منلو سره به هیواد له بحران سره مخامخ شي. -- فیض الله ذکي وویل :« د ډیموکراسي له اصولو سره سم باید په انتخاباتو کې ښکیلې ډلې -- د انتخاباتو نتیجه ومني، ځکه چې رایي د خلکو امانت دي او په ډیرو سختو شرایطو کې یې رایي ورکړې دي». -- په سلګونو کسان د دوهم ځلي انتخاباتو په ورځ یا وژل شوي یا ټپیان شوې دي خو بیا هم په میلیونونو کسانو رایي ورکړې. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا دا ځل تر اوو میلیونو ډیرو کسانو رایي ورکړې دي. -- عبدالله د یکشنبه په ورځ ویلي وو چې په هغو سیمو کې چې پښتانه اوسي ولې ډیرې رایي خلکو ورکړې دي، ځکه چې دا د منلو نه دي. عبدالله اسرار کوي چې دا ځل د هغو ۱۲ میلیونو کسانو له ډلې چې د رایي ورکولو حق لري پنځه میلیونه رایي استعمال شوې دي. -- د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې د درغلیو ۵۶۰ شکایتونه تر اوسه وررسیدلې دي او دا شکایتونه به دقیق وڅیړي. -- الله د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې هم پر حامد کرزي د پراخو درغلیو تور پورې کړی و چې بیا کرزی ولسمشر شو. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home