Saturday, May 03, 2014

ډاکټر داود جنبش -- ولسمشر داوود خان او کورنۍ يې څرنګه ووژل شول؟ --- (يادونه: په هغه شېبه چې دا رپوټ د ٢٠٠٨ کال د اپرېل پر ٢٧ پر بي بي سي راډيو خپور شو، له کابله مې يوه همکار په اېس اېم اېس کې راته وليکل: -- "دا دى ولسمشر کرزي فرمان ورکړ چې يو کميسيون دې د داودخان او د هغه د کورنۍ د غړو د هډونو د موندلو له پاره وگومارل شي." --- د بي بي زهرې نعيم د زړه آرمان پوره شو: د افغانستان د لومړي ولسمشر او د کورنۍ د غړو هډونه څرخي پله ته څېرمه په يوه ډله ييز قبر کې وموندل شول. بي بي زهره هم اوس وفات شوې، خو دوعاوې به يې تل د ولسمشر حامد کرزي د لارې ملې وې چې د هغې او د گڼو افغانانو د زړه آرمان يې پوره کړ او خپل درنښت يې وښود. پر وطن بيا داسې تباهي را مه شه). --- دادى زما د هغه رپوټ بشپړ متن له سريزې سره: -- له ولسمشر داود خان سره د غويي د اوومې په کودتا کې د دۀ د کورنۍ په لسګونو کسان ووژل شول -- خو يو يې هم ښايي د ارزښت له پلوه هغه څه ته ونه رسېږي چې د ده خپله وريندار يې وايي. -- ميرمن زهره د داودخان تر وژل کېدو څو شېبې دمخه په ارګ کې له هغه سره وه او تر وژل کېدو وروسته يې د هغه او د کورنۍ د غړو مړي په خپلو سترګو ليدلي دي. -- داود جنبش د زهرې خاطرې اوريدلي دي او داسې يې يادوي: --- په لومړي سر کې به څوک تصور هم ونه کړي چې دا د افغانستان د وروستي پاچا خور او د لومړني ولسمشر وريندار ده. -- دا د لندن له نورو بېوسه زړو سره يو ځاى په يوه پالنځي کې اوسي، خو ددې خونه تر هغو توپير لري ځکه چې ټوله د سردار محمد داود او د دې د خپل څښتن محمد نعيم په عکسونو او يادګارونو ډکه ده. دلته د افغانستان د نژدې يوې پېړۍ خاطرې خوندي دي، چې تر ټولو ويرجنې يې په دېرش کاله مخکې پورې اړه مومي. -- زهره نه غواړي چې عکس يې واخيستل شي، د غږ له ثبتولو سره هم جوړه نه ده، خو د ثور د اوومې نېټې د غملړلې پېښې نکل په لېوالتيا سره کوي: -- هغه وايي: -- " په هغه ورځ، نعيم خان نه و. لوڼې مې په کور کې وې او لمسيان ښوونځيو ته تللي وو. زه مې د وېښتانو د جوړولو له پاره وتلې وم چې يو افسر راغى او په بيړه يې ارګ ته وغوښتم. موږ د داود خان له بچو سره يوځاى ګلخانې ماڼۍ ته ورغلو. -- داود خان په خپل دفتر کې له چاسره پر ټېلېفون خبرې کولې. هلته کېناستو. په دې کې.... الوتکو له پاسه د بمونو غورځول پيل کړل. دا حالت تر ماښامه روان و. چې بمبارد زور واخيست، داود خان وويل: ځئ لاندې ولاړ شئ.--- د وتلو پرمهال مې وليدل چې د داود خان، نعيم خان او نورو مړي پراته دي. زه هم په پښه لګېدلې وم. موږ څو تنه يې وروسته روغتون ته بوتلو. ---- له زهرې نه مې وپوښتل چې د د اود خان د خولې وروستي ټکي يې په ياد دي؟ -- هغې بې له ځنډه وويل: هو. نکل يې پيل کړ. خو ما ودروله. نه... خير دى، په خپلو ټکو يې راته ووايه. او هغې بيا زړه نازړه موافقه وکړه: -- "کله چې هغوى راغلل او لټول يې کول، زه د خپل مېړه څنګ ته ناسته وم. پښه يې په ګولۍ لګېدلې وه. ما نه غوښتل چې ووځم خو خپله سردار صاحب (يعنې داود خان) وويل چې ځئ، ووځئ. ولاړو او په هغه بله خونه کې کېناستو، نور نو بيا نه يو پوه شوي". -- زهره وايي چې د کورنۍ شاوخوا اويا غړي يې د ثور پر هاغه باراني ورځ ووژل شول. او پوښتي چې دېرش کاله وروسته اوس داسې څوک شته چې د دوى او د هيواد د لومړني ولسمشر د ښخېدو ځاى ومومي او زيارت پرې جوړ کړي. - More, at: http://larawbar.net/40179.html

0 Comments:

Post a Comment

<< Home