Friday, May 02, 2014

پاکستاني کارپوهان د عبدالله عبدالله بری د پاکستان لپاره ګټور بولي --- پاکستاني کارپوهان او پخواني پوځي چارواکي په افغانستان کې د عبدالله عبدالله بریالیتوب د افغانستان د سولې او له پاکستان سره د اړیکو لپاره ښه بولي. -- د آی ایس آی پخوانی رييس او د سیاسي چارو کارپوه متقاعد جنرال حمید ګل باور لري چې د عبدالله عبدالله بری ګټور دی. د ده په ګومان که عبدالله بریالی شي له طالبانو سره د سولې امکان برابرېږي ځکه چې عبدالله جهادي سابقه لري. -- جنرال حمید ګل دي نیوز او جنګ ورځپاڼو ته وویل چې له عبدالله سره د محمد محقق او انجنیر محمد خان په شان نور جهادیان هم ملګري دي -- یو بل پاکستانی شناند اجمل وزیر بیا وايي چې که عبدالله عبدالله ولسمشر شي نو له پاکستاني چارواکو سره به کومه ستونزه ونه لري. د ده په باور پاکستاني چارواکي ځانونه چمتو کوي چې په کابل کې له نوي ولسمشر سره، که هغه پښتون وي یا غیر پښتون، ځان عیار کړي. -- ده ادعا وکړه چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان اوسنۍ پالیسي پر قومي بنیاد نه ده ولاړه او دا ورته مهمه نه ده چې د افغانستان واک د کوم قوم په لاس کې وي. -- د اجمل وزیر په وینا پاکستان په وروستیو کې د افغانستان له غیر پښتنو قومونو سره اړیکې زیاتې کړي او اوس له هغو سره خورا نژدې او صمیمانه اړیکې لري. -- ده وویل چې په کابل کې د پاکستان سفارت په دې برخه کې ډېرې ځیرکانه هڅې کړي او که هر څوک په افغانستان کې ولسمشر شي له پاکستان سره به ښې اړیکې ولري. -- دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ګڼ درسونه لرل. لومړی دا چې دا ادعا یې باطله کړه چې طالبان په افغانستان کې ډېر غښتلي دي، دوهم دا چې پخواني جګړه مار په سیاستوالو بدل شول او بل یې دا ثابته کړه چې د حکمتیار او عبدالرب رسول سیاف ګوندونه زیات پلویان نه لري. -- ورځپاڼه عبد الله عبدالله د پاکستان لپاره غوره کاندید بولي، وايي چې د عبدالله عبدالله کامیابي حتمي ده خو په عین حال کې دا اندېښنه شته چې که عبدالرب رسول سیاف او زلمی رسول له اشرف غني احمدزي سره ايتلاف وکړي وضعیت به د عبدالله لپاره خطرناک شي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home