Tuesday, May 20, 2014

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سرتاج عزیز څرګندونې وغندلې --- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په راتلونکي حکومت کې طالبانو ته د یو شمېر ولایتونو د ورکولو په باب د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې وغندلې او هغه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې نښه وبللې. -- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکیب مستغني پرون /دوشنبه/ له خبریالانو سره په خپله اوونیزي خبري غونډه کې وویل:«افغانستان هیڅ بهرني هیواد ته اجازه نه ورکوي چې په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړي.» --- سرتاج عزیز تېره اوونۍ د امریکا له وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې په ډاډ ویلي و چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر له طالبانو سره د سولې او پخلاینې چانس لري. ده همداراز ویلي و چې پاکستان نه غواړي طالبان د پاکستان پولو ته نژدې جګړې ته دوام ورکړي یا سیمې لاندې کړي ځکه چې بیا به پاکستاني طالبان د افغان طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې پناهځایونه جوړ کړي نو پاکستان غوره بولي چې طالبانو ته دې راتلونکی حکومت د افغانستان یو شمېر ولایتونه ورکړي او په حکومت کې دې شریک شي. -- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی له ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې پر هغو ژمنو ودرېږي چې د توکیو په کنفرانس کې یې له افغانستان سره کړي دي. -- مستغني همدارز وویل چې هند وعده کړې چې د افغانستان ملي اردو ته به مالي او پوځي مرستې ورکړي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home