Saturday, May 24, 2014

اساسي قانون:د ولسمشر حامد کرزي کاري دوره پاى ته رسيدلي --- د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر حامد كرزي كاري دوره پاى ته رسېدلې ده په داسې حال کې چې ټاکني دوهم پړاو ته ولاړي او کوم ولسمشر ونه ټاکل سو. -- د افغانستان د حقوقي چارو څيړونکي وايې چې د اساسي قانون له مخي د افغان ولسمشر حامد کرزي کاري دوره پاى ته رسيدلي ده او د قانون له مخي نه سي کولاى چې پر دنده پاته سي خو زياتوي چې د ولسمشر تر ټاکل پوري ولسمشر کولاى سي دنده پر مخ يوسي. -- د افغانستان په اساسي کې د جوزا(غبرګولي) لومړى د ولسمشر د واک پاى ته رسيدو وروستۍ ورځ ده او له همدي ورځي وروسته ولسمشر د پنځه کالو واک وروسته نور رسمي ولسمشر نه دى -- د افغانستان د اساسي قانون ۶۱ماده څرګندوي، چې، د ولسمشر دنده د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نېټه له ټاكنو وروسته پاى ته رسيږي. -- دا هغه ماده وه چې د اساسي قانون له مخي د ولسمشر د واک پاى ته رسيدو لپاره يو سند دى خو د افغانستان د حقوقي چارو کارپوهان وايې چې رشتيا هم د اساسي قانون له مخي د ولسمشر واک پاى ته رسيدلى دى خو زياتوي چې لا هم ولسمشر نه دى ټاکل سوى ځکه حامد کرزى خپلي کاري دوري ته دوام ورکولاى سي. -- د حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانکزى وايې چې د اساسي قانون له مخي ولسمشر کرزى نور په رسمي ډول واک نه لري خو زياتوي چې ولسمشر نه دى ټاکل سوى ځکه خو اړ دى چې خپل کار ته دوام ورکړي. -- پر همدي مهال د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته مخکښ نوماند د ډاكتر اشرف غني احمدزي د ټاكنيز ټيم غړى محمد صدیق پتمن وايې د ټاكنو تر پايه او د نوي ولسمشر تر رامنځته كيدو پورې ولسمشر كرزى د هېواد ولسمشر دى او كاري صلاحيت هم لري. -- هغه وايې چې په اساسي قانون کې د غبرګولي لومړى د ولسمشر د واک پاى ته رسيدو ورځ ده خو وايې چې اوس لا ولسمشر نه دى ټاکل سوى. -- له بلي خوا بيا د ډاكتر عبدالله عبدالله د ټاكنيز ټيم غړى سید فاضل سانچارکى وايې كه څه هم ولسمشر حامد كرزى اړ دى، چې خپل كار ته دوام وركړي، خو د مشروعيت تشه را منځته سوې ده. -- د دوهم پړاو ټاکنو لپاره کمپاين د غبرګولي په لومړى پيل سوى دى او شاوخوا شل ورځي به دوام ولري. -- له بلي خوا بيا د ولسمشر د دوهم دور ټاکنو وروستى اعلان به د چنګاښ د مياشتي په ٣١ نيټه کيږي. - خبریال دات کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home