Thursday, May 22, 2014

لوی درستیز: د ډیورنډ کرښې په اړه افغانستان او پاکستان نقشې توپیر لري --- د افغانستان د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل، تر څو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او ستراتیژیکې ستونزې حل نه شي له پاکستان سره سرحدي ستونزې پای ته نه رسېږي. -- د افغانستان لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي له ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو سرحدي شخړو ته په اشارې وویل، د دې لانجو یو اساسي عامل دا دی چې د ډیورند کرښې په اړه د افغانستان او پاکستان نقشې سره توپیر لري. -- رنډ کرښه، چې ۲۶۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په ۱۸۹۳ میلادي کال د بریتانیايي هند او افغانستان د هماغه وخت د پاچا ترمنځ کښل شوې وه. -- جنرال کریمي وویل چې باید لومړی د دواړو هیوادونو نقشې یوشان شي. -- لوی درستیز شېرمحمد کریمي دا څرګندونې د افغانستان او پاکستان د لوی درستیزانو او د ناټو د عمومي قومندان له درې اړخیزې غونډې وروسته له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې. -- ده د افغانستان، پاکستان او ناټو د غونډو په اړه وویل چې تراوسه پوري درو خواوو ۳۷ دا ډول غونډې کړي خو کومه څرګنده نتیجه ورڅخه نه ده ترلاسه شوې. -- د افغانستان لوی درستیز په عین حال کې درې اړخیزې غونډې د افغانستان او پاکستان په ګټه وبللې ځکه چې د ده په وینا د هیوادونوترمنځ ستونزې یوازې د خبرو له لارې اوارېدای شي. -- په وروستیو ورځو کې افغان سرحدي ځواکونو د ډیورنډ په کرښه کې له پاکستاني ځواکونو سره وروسته له دې نښته وکړه چې د دوی په وینا پاکستاني پوځیانو هڅه وکړه چې د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې پوستې جوړې کړي. -- تېر کال د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د پاکستاني پوځیانو له لوري د پوستو د جوړېدو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ نښتې وشوې. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home