Thursday, May 15, 2014

.دافغانستان نوي ولسمشر ته اقتصادي وړاندیزونه --- دافغانستان په دوو مخکښو کاندیدانو، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي کې، که هر یو ولسمشر کیږي هغه ته به په عامه سکتور کې داسې څه په میراث ورسیږي چې عاجله پاملرنه ورته پکار ده. دا خبره ادم سمیت نړېوالې موسسې کړې ده. دغه موسسه چې مرکز یې په لندن کې دی دحکومتي اصلاحاتو او اقتصاد په برخه کې سلامشورې ورکوي. ددې غیردولتي موسسې په باور له دوه زره دوهم میلادي کال راوروسته د افغانستان په عامه ادارو کې یو شمیر اصلاحات شوې دي خو عامه څانګې له ډیرو اړخونو کمزورې پاتې دي. -- په راتلونکو کلونو کې دنړېوالو مرستې کمیږي، نو نوی حکومت دعامه سکتور په برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا لري. ددغو اصلاحاتو په برخه کې دادم سمیت نړیوالې موسسې وړاندیزونه ګارډین ورځپاڼې خپاره کړې دي. په دغو وړاندیزونو کې لولو، چې نوی حکومت دې ته اړتیا لري چې دعامه سکتور داصلاحاتو په برخه کې خپل اهداف معلوم کړي. دادم سمیت موسسې په باور په ځانګړې ډول نوی افغان حکومت باید داقتصادي مدیریت په برخه کې اصلاحات راولي او یو ښکاره پروګرام ولري ترڅو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره اړیکي ټینګ کړي. -- دادم سمیت غیردولتي موسسې په باور په تیرو شاوخوا دولس کلونو کې مرکزي حکومت دملي پراختیا دپلان جوړولو په برخه کې لږ پرمختګ کړی دی چې له دې امله مرستندویانو په ګڼو مواردو کې دوزارتونو پر ځای پانګونه کړې ده او پکار و چې له وزارتونو سره په مشوره دا کار شوی وای. دادم سمیت موسسې په وینا په تیرو کلونو کې دټولو وزارتونو دبودیجې پروګرام نیمګړتیا لرله او ملي شورا لاهم له دود سره سم بودیجه تصویبوله. دې دا مانا لرله چې وزارتونه دهغوی دلاس ته راوړنې لپاره حساب ورکوونکي نه وو. وزارتونو به یوازې دمعاشونو اندازه تعینوله او دوزارت دموټرو دتیلو مقدار به یې معلوماوه. -- دنوي حکومت وزارتونه باید خپل اهداف مشخص کړي او دهغوی له مخې خپلې سرچینې معلومې کړي. ادم سمیت موسسه بیا وزارتونو ته د ډیرې آزادي دورکولو خبره کوي څو خپلې منابع انتخاب کړي. دهمدې موسسې په نظر یوه وزارت ته که سم واک ورنه کړل شي له هغه سره پکار نه دي چې ډير حساب وشي. له چارواکو سره پکار دي چې په سیمه ییزه کچه حساب کتاب وشي. دولایتونو په سطحه باید لومړیتوبونه مشخص شي. تیرکال په دې برخه کې پرمختګ وشو او په ورته وخت کې دا خطر پیدا کیږي، که ولایتونه واکمن نه وي په تدریجي ډول کابل له ولایتونو بیلیږي. دهمدې لپاره پکار دي چې ښاروالۍ تقویه شي څو لومړیتوبونه معلوم کړي. -- دحامد کرزي په مشرۍ حکومت هر وخت نړیواله ټولنه ملامته کړې ده او دهغوی پوځي حضور ته یې ګوته نیولې ده چې داصلاحاتو لپاره یې داړیکو مخه نیولې ده. نوی حکومت به په یوه نوي چاپیریال کې کار کوي چې دناټو اکثر پوځیان به وتلي وي، نو پکار ده چې دحکومت درسنیو مرکز داړیکو په برخه کې له وزیرانو سره مرسته وکړي او دحکومت نظر خلکو ته ورسوي. ادم سمیت نړیواله موسسه دا وړاندیز هم کوي چې نوي حکومت ته پکار دي چې له خلکو ډیر واوري او په ملي کچه ځیني مسایل لکه دکرهڼې، امن او داوږدې مودې په مخه دپرمختګ موضوعات له خلکو سره شریک کړي. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home